1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ناټو درې کلیزې یو ځای لمانځي

عبدالباري حکیم (دویچه ویله)۱۳۹۳ فروردین ۹, شنبه

په وروستیو ورځو کې د پخواني وارسا د پکت ځينې هيوادونه په ناټو کې د خپل غړيتوب کاليزه لمانځي. خو له روسيې سره د اوکراين د کريميا د ټاپوزمې لانجې دغه لمانځنه تر سيورې لاندې نيولې ده.

https://p.dw.com/p/1BYMV
انځور: John Thys/AFP/Getty Images

د پخواني ختيځ بلاک ځيني هيوادونه له ۱۵، ځيني له لسو او يو څو يې له پنځو کلونو را په دي خوا د ناتو غړي دي. دغه سازمان په دې شپو او ورځو کي د هغوی د غړيتوب لمانځنه په گډه سره کوي.

د ۱۹۹۹ کال د مارچ په مياشت کې پولند، د چک جمهوريت او هنگري د پخواني وارسا لومړي غړي دولتونه ول چې په ناتو کې شامل شول. د ۲۰۰۴ کال د اپريل په مياشت کې په اصطلاح «بيگ بنگ» يا ستره چادونه وشوه. معنی دا چې د پخواني شوروي اتحاد دري بالتيک جمهورتيونو استونيا، لاتويا او ليتوانيا او دغه راز د پخواني ختيځ بلاک پاتې درو هيوادونو بلغاريا، رومانيا او سلوانيا او سلواکيا د ناتو غړيتوب تر لاسه کړ. د ۲۰۰۹ کال د اپريل په مياشت کي د ناتو لمن البانيا او کرواتيا يا کروشيا ته هم وغځیده.

د ناتو د عمومي منشي اندرس فوگ راسموسن، په نظر ختيځې او جنوب ختيځې اروپا ته د ناتو د لمن پراخيدل يو مثبت طبيعي امر وو. هغه څو ورځې مخکي په بروکسل کې وويل: «د ناتو غيږ پرانيستې سياست رښتيا هم چې ډير بريالی وو. دا سياست هيڅکله روسيې او يا بل کوم هيواد ته د يوه گواښ په توگه نه دی گڼل شوی.» راسموسن زياته کړه: «۲۵ کاله مخکي کله چي سړه جگړه پای ته ورسيده موږ يو تاريخي چانس پيدا کړ تر څو ټولو دولتونو ته د خپلې ملگرتيا وړانديز وکړو، د بيلتون کرښه له مينځه يوسو او سترو هدفونو ته سره نژدې شو او بالاخره يوه واحده، آزاده او سوليزه قاره جوړه کړو.»

د روسيي سخت مخالفت

خو روسيه دې مسالي ته په بله سترگه گوري. په دې اړه څو کاله مخکي د روسيې ولسمشر ولادمير پوتين، په ښکاره توگه خپل دريځ روښانه کړ. د بيلگي په توگه په ۲۰۰۸ کال کې په بخارست کې د ناتو په سرمشریيزه کې په يوه مطبوعاتي کنفرانس کې پوتين وويل: «د روسيې په پولو کي د يوه پياوړي پوځي پکت رامنځ ته کيدل په ښکاره توگه د روسيې له پاره مستقيم گواښ گڼل کيږي.» په هغه وخت کې ناتو گرجستان او اوکراين ته ډاډ ورکړ چي هغوی کولای شي په راتلونکي کې په دغه سازمان کې شامل شي خو د پوتين د اعتراض له امله نوموړو هيوادونو ته کومه مشخصه ژمنه ونه شوه.

آن د پوتين سلف ولسمشر بوريس يلتسين، د ختيځ په لور د ناتو د لمن له پراخيدو سره خوښ نه وو. خو دا چې د «ناتو - روسې» په نامه يوې نوې جوړې شوې شورا کي ماسکو ته د تصمیم نیولو حق ومنل شو، يلتسين وار په وار له خپل مخالفت څخه لاس واخيست. د خپل رياست په پيل کي ولادمير پوتين له «نوې ناتو» سره د همکاري مخالف نه وو. په ۲۰۰۰ کال کي له بي بي سي سره په يوه مرکه کې هغه آن په ناتو کي د روسيې د شموليت په هکله هم فکر وکړ. پوتين په هغه وخت کي وويل: «ولي نه؟»

خو د کلونو په تيريدو سره روسيې مخالف دريځ غوره کړ. په خاصه توگه کله چي په ۲۰۰۴ کال کې د بالتيک درې جمهوريتونه چي پخوا د شوروي اتحاد د خاوري يوه برخه ول د ناتو غړي شول. په بروکسل کي د يوه امنيتي- سياسي څيړنيز مرکز امنيتي او دفاع اجندا مشر گيليز ميريت، وايي : «موږ د روسانو د ژور احساس او په روسیه کي د عامه ذهينت په هکله غلط پوه شوی یو او اوس هم غلط پوهي کوو.» نوموړي کار پوه دويچه ويله ته وويل: «موږ په لويديځ کی په خپلو هغو سياسي پيغامونو کي چي روسيي ته مو استولي دي، ډيره سخته اشتباه کړې ده. په حقيقت کي دغه شان يو فکر چي گرجستان او يا اوکراين ته په ناتو کې د غړيتوب امکان ورکړل شي، د يوه ناوړه سياست څخه استازيتوب کوي.»

اوباما: په اوسني وخت کې ناتو د نویو غړو په لټه کي نه ده

د کريميا او د اوکرايين د روان کړکيچ په پام کې نيولو سره د ناتو عمومي منشي اندرس فوگ راسموسن، اوس د نوي غړيتوب خبره نه يادوي. خو د اوکراين له لومړي وزير ارزيني يازينيوک، سره د مارچ په پيل کي د يوې ليدنې کتنې په ترڅ کې راسموسن اوکراين سره د نزدې پوځي همکاريو او گډو پوځي آزموينو وړانديز وکړ.

د دې له پاره چي له روسيې سره کړکيچ نور تند نه شي ارزيني يازينيوک د يوه خبريال د دغې پوښتني «چې آیا اوکراين غواړي د ناتو غړي شي»، په ځواب کي وويل: «داسې يو څه لا تراوسه د رادار په مخ هم نه ښکاري.» د ناتو د ستر مخکښ غړي هيواد مشر بارک اوباما، په بروکسل کي د چهارشنبې په ورځ د خپل سفر په ترڅ کي د معمول پر خلاف ښکاره دريځ ونيو او ویې ویل: «نه اوکراين او نه هم گرجستان د غړيتوب له پاره په پام کي دي. په راتلونکې نزدې وخت کې د ناتو د لمن د پراخيدو له پاره هم پلان نه لرو. زه پوهيږم چې روسيه لږ تر لږه د تړلې دروازې تر شا همدا استدال کوي. د دغه هیواد اندیښنه دا ده چې نه شي اوکراین د ناتو غړی شي.»

د ناتو د مختلفو سرمشریيزو رسمي پريکړې تل دا وي چي په اروپا کې د هر ديموکراتيک هيواد پر مخ بايد د ناتو دروزاه پرانيستې وي. دغې دراوزې ته په راتلونکي نزدي وخت کې ښايي د پخوانۍ يوگوسلاويي کوچني جمهوريت مونتينگرو ودريږي. په دې هکله د مونتينگرو لومړي وزير ميلو ديوکانوويچ، په بروکسل کې د خپل وروستي سفر په ترڅ کې ټينگار وکړ: «موږ هيله لرو چې زموږ همکاري بالاخره نتيجه ورکړي. زموږ انتظار دا دی چې په ناتو کې شامل شو او په ويلز کي د غړيتوب له پاره بلنه ليک راته واستول شي.»

د بريتانيا په نوموړي ښار کې د سپتمبر په مياشت کې د ناتو د غړو هيوادونو مشران راټوليږي. د مونتينگرو تر څنگ مقدونيه او بوزنيا او هرزيگووينا هم غواړي چي د ناتو غړيتوب تر لاسه کړي. د بالقان دغه هيوادونه له داسې غړيتوب سره د زيات ثبات انتظار لري. گرجستان او له هغه څخه جلا شوې سيمې ابخازيا او جنوبي اوزيتيا چي په ۲۰۰۸ کال د روسيې له خوا اشغال شوې غواړي په ناتو کي شاملې شي. خو له روسيې سره د شخړې له امله د هغوی چانس ډير لږ دی. يوازې صربستان نه غواړي چي په ناتو کي شامل شي. دغه هيواد لا تر اوسه د کوزوو د شخړې له امله په ۱۹۹۹ کال کې د ناتو ببمارۍ هيرې کړې نه دي.

د بالتيک دولتونه اوس ډير خوښ دي چي د ناتو غړيتوب لري ځکه هغوی د ناتو په ملاتړ حساب کوي او په دې ويره کي نه دي چي ښايي د اوکراين د کريميا د نيمه ټاپو له برخه ليک سره مخامخ شي. په پولند کې هم دغه شان يو نظرعموميت لري. د يوې نظر پوښتنې له مخې کابو ۵۰ سلنه دا خبره کوي چې په ناتو کي د هغوی غړيتوب د هغوی د هيواد د خپلواکي ضمانت کوي. په پولند کي خلک د اروپا په ټولنه کې د شموليت په پرتله د ناتو په غړيتوب ډير خوښ دي.

«ناتو او روسه گډ گټي لري»

په بروکسل کي د «امنیتي او دفاعي اجندا» د مرکز کار پوه گيليز ميريت، ناتو او روسيې ته سپارښتنه کوي چي د نړۍ ځينو گډو گواښونو ته د ځواب له پاره يو بل ته لاس ورکړي. د بيلگي په توگه د ترهگرۍ پر ضد مبارزه او د ايران او شمالي کوريا د توغندي بريدونو مخ نيوي. نوموړی کار پوه وايي: «موږ او روسان گډې امينتي اړتياوې لرو. زه فکر نه کوم چي موږ خپل سياست په کافي کچې د دي اړتياو پر بنسټ جوړ کړي دی.» د هغه په نظر ان په متعارفو تسليحاتي مسايلو کې هم د ناتو او د روسيي ترمنځ د باور فضا ډيره زياته خړه پړه شوې ده. په اروپا کې د متعارف پوځي قوت کمول عملا له مينځه تللی دی. دغه راز د ناتو پلان شوي د توغنديو دفاعي سيتسم ته هم روسيه د شک په په سترگه گوري او هغه ځان ته گواښ گڼي.

د ناتو د غړو هيوادونو او د روسيې ترمنځ نوموړي موجود خنډونه د کريميا له کړکيچ سره هم ستونزمن شول. خو د ناتو عمومي منشي اندرس فوگ راسموسن اصولا د خپل سازمان پر دروازه پرانيستي سياست باندې ټينگ ولاړ دی: «ناتو هغه اصل ته ټينگ ژمن دی چي هر ولس د خپل راتلونکې په هکله تصميم ونيسي. ناتو د هغې يوې نړۍ چي وړاندوينه په کي ډيره سخته ده د ثبات يوه سرچينه ده.»

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب