ناټو:د ځينو سيمو امنيتي مسووليت افغانانو ته سپارل کيږي
۱۳۸۹ بهمن ۵, سهشنبهد تير کال په نومبر کي ناتو او د افغانستان حکومت د ليزبن په سر مشريزه کي د« امينتي مسووليت د ليږدولو» په يو پلان باندي موافقه وکړه.
ددغي موافقې له مخه د افغانستان امينتي چارواکي د2011 کال له نيمايي څخه نه يوازي د په ځينو ولاياتو کي امينتي مسووليت په غاړه اخلي، بلکي د ياغيانو پر ضد جګړه کي هم بايد مخکښ نقش ولوبوي، خو د «مسووليت د ليږدولو» لپاره کومه مشخصه نيټه نه ده ټاکله سوي.
رازموسن پرون په بروکسل کي وويل: « ما د فبرورۍ يا مارچ په مياشتو کي په دي اړه يو تصميم په پام کي نيولی دی، موږ په دې برخه کي خپلي ارزوني لا مخکي کړي دي، د دي ارزونو له مخه موږ کولای سو چي خپل تصميم ونيسو.»
د دي تصميم معني دا ده چي په دغو ولاياتو کي ټول امينتي مسووليت افغانانو ته سپارل کيږي. د افغانستان د حکومت او د ناټو د موافقې له مخه د هغوی ګمارل سوي هيات بايد دي نتيجې ته رسيدلي وي چي، د افغانستان ملي اردو او ملي پوليسو سرتيري په يواحيتوب سره کولای سي د طالبانو او نورو اورپکو د حملو مخه نيسي او دا هغه ولايتونه دي چي په نسبي توګه بايد له امن څخه برخه من سوي وي.
تراوسه پوري د ناټو تر مشري لاندي نړيوال امينتي ځواک، آيساف، په ټول افغانستان کي د امنيت په خوندي ساتنه کي مخکښ نقش لوبوي.
د امينتي مسووليت ليږدولو تصميم له سياسي لحاظه دير حساس دی: د ناټو په ډيروغړو هيوادونو کي د آيساف له ماموريت څخه عامه ملاتړ د کمزورۍ په حال کي دی او په دي هيوادونو کي سياستوالان تر فشار لاندي دي چي خپل سرتيري بيرته خپلو وطنو ته راوغواړي.
خو د ناټو عمومي منشي ټينګار وکړ چي هر تصميم چي پدې برخه کي نيول کيږي هغه د عمل دګرشرايط په پام کي ونيسي.
په دې لړ کي رازموسن د افغانستان له ولسمشر حامد کرزي او ددې هيواد له پارلمان څخه يي وغوښتل چي د پارلمان د پرانيستلو بر سره خپله شخړه پای ته ورسوي.
هغه وويل چي د افغان له پارلماني ټاکنو څخه څه د پاسه څلور مياشتي تيري سوي دي اوس هغه «وخت رارسيدلی» چي هغه په خپل کار پيل وکړي.
خوهغه يادونه وکړه چي د افغان حکومت او د پارلمان تر منځ لانجه به د« امينتي مسووليت د انتقال» په بروسه باندي کومه مهمه اغيزه ونه کړي.
هغه وويل:« زه ډاډه يم چي د افغانستان حکومت او د افغانستان چارواکي په عمومي په دې لاره کي ګړندي ګامونه واخلي او پرته له کومي ستونزي يا کوم خنډ څخه د انتقال پروسه په برياليتوب سره پيل او پاي ته ورسيږي.
آژانسونه/ عبدالباري حکيم
کتونکی: نجيب الله زيارمل