1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کې د مخدره موادو استعمال زيات شوی

۱۴۰۱ تیر ۳۰, پنجشنبه

په افغانستان کې بې وزلي، بې کاري او نااميدي د دې سبب شوې چې په نشه يي توکو د اخته کسانو شمير زيات شي. تاسې د کابل هغه سيمې ته له ځانه سره بیايو چې زياتره معتادين په خاموشۍ سره د مرګ کندې ته لوېږي.

https://p.dw.com/p/4ETbt
Afghanistan | Heroinabhängige am Stadtrand Kabuls
انځور: Petros Giannakouris/AP Photo/picture alliance

په سونو هغه نارينه چې هیروين، ترياک او يا شيشه استعمالوي، د کابل د يوې غونډۍ پر سر په خیمو او يا پر خاورو پراته دي. ځيني یې تر حد زيات نشه توکي کاروي او له نااميديه په خاموشۍ سره د مرګ پر لوري ځي.

په داسې حال کې چې زه د هغوی په منځ کې وم او عکسونه مې ترې اخيستل، يوه یې راته وويل «ترڅنګ دې يو مړی پروت دی.» بل راته وويل: «مخکې مو دلته یو ښخ کړ.»

يو سړی چې مخ یې په ګرد او خټو ککړ وو، هلته پروت وو او حرکت يې نه کاوه. ما یې ولی وښوراوه او ترې ومې پوښتل ژوندی یې؟ مخ یې را وګرځوه او په ټيټ غږ یې وويل چې ژوندی يم.

هغه ته مې وويل: مرګ ته نزدې یې. هڅه وکړه چې ژوندی پاته شې. په ستړي غږ یې راته وويل: «ډېره ښه ده. ښه ده چې مړ شم.»

Afghanistan | Heroinabhängige am Stadtrand Kabuls
په نشو روږدی تن په خځلو کې د خرڅلاو له پاره توکي لټويانځور: Petros Giannakouris/AP Photo/picture alliance

خپل بدن یې يو څه را وچت کړ. ما ورته يو لږ اوبه ورکړې او يو تن ورته د هیروينو ښيښه يي پايپ ورکړ. د هيروينو کش کولو ورته يو څه انرژي ورکړه. ویې ويل نوم مې داود دی.

هغه کابو يوه لسیزه تر مخه په يوه ماين چاودنه کې خپله يوه پښه له لاسه ورکړه او تر هغه وروسته یې ونه شوای کولی کار وکړي. ژوند یې ګډ وډ شو او له دغه حالته د تېښتې په موخه یې نشه يي توکو ته مخه کړه.

په افغانستان کې د ورځ تر بلي ډېرو کسانو په نشو اخته کېدل له ډېره وخته يوه جدي ستونزه ده. دغه هیواد په نړۍ کې د ترياکو او هيروينو د توليد په برخه کې لومړی ځای لري.

له هغه وخت راهيسې چې طالبان بيا واک ته رسېدلي دي، نړيوالې مرستې درېدلي او اقتصاد سقوط کړی، وضعيت لا پسې خراب شوی دی. هغه کورنۍ چې يو وخت یې د ژوندانه اړتياوي پوره کولای شوای اوس يې معاش قطع شوی او ډېری یې په ډېري سختۍ سره د خوړو په پیدا کولو توانيږي.

Afghanistan | Heroinabhängige am Stadtrand Kabuls
په سونو هغه نارينه چې هیروين، ترياک او يا شيشه استعمالوي، تر پلونو لاندې او يا پر ډيرانونو ژوند کوي.انځور: Ebrahim Noroozi/AP Photo/picture alliance

که سړی د کابل څنډو ته ورشي نو ډېر کسان به وويني چې په مخدره موادو اخته دي. هغوی په پارکونو، ډېرانو، تر پلونو لاندې او د غونډيو په لمنو کې ژوند کوي.

په ۲۰۱۵م کال کې په ترسره شوې يوه نظر پوښتنه کې ملګرو ملتونو اټکل کړی وو چې په هغه کال کې ۲،۳ ميلیونو کسانو نشه يي توکي کارول چې هغه وخت د افغانستان د نفوس کابو ۵ سلنه برخه وه.

د مخدره موادو تقاضا د کمولو ادارې رئيس ډاکتر زلمل وويل چې دمګړۍ په افغانستان کې په مخدره مواد د اخته کسانو دقيقې شميرې په لاس کې نشته، خو هغه په دې باوري دی چې دغه شمير زيات شوی دی.

طالبانو د کوکنارو له منځه وړولو له پاره اقدامات کړي دي. همد راز سږ کال د دوبي په پېل کې طالب جنګیالو پر دوو سيمو چې معتادين به پکې راټوليدل، هجوم وروړ. طالب چارواکو ويلي دي چې کابو ۱۵۰۰ کسان یې راټول کړي دي. دغه معتادين بيا د کابل په ختيځ کې د ابن سينا روغتيايي مرکز ته چې مخکې د امريکايانو يوه پوځي اډه وه، د درملنې له پاره انتقال شول.

هلته د هغوی ويښتان خرېيل کيږي او ۴۵ ورځي ساتل کيږي، خو هيڅ ډول درمل نه ورکول کیږي. دا مرکز په ډېر مشکل هلته د ميشتو کسانو د خوړو د تامينولو له پاره کافي پېسې برابروي.

دا ډول کمپونه د اعتياد په له منځه وړلو کې ډېره مرسته نه کوي. د معتادينو پر سيمو تر چاپو دوې اونۍ وروسته دغه دواړه ځایونه يو ځل بيا په هغو کسانو ډک شوي چې نشه يي توکي کاروي.  

Afghanistan | Heroinabhängige am Stadtrand Kabuls
په نشه يي توکو اخته کسان په خاموشۍ سره د مرګ کندې ته لويږيانځور: Ebrahim Noroozi/AP Photo/picture alliance

د غره په لمنه کې مې يو سړی وليد چې يو ضعيف څراغ یې په لاس کې وو او په تياره کې سرګردانه ګرځېد. هغه د خپل ورور په لټه کې وو چې کلونه وړاندې په نشه يي توکو روږدي شوی وو او له کوره تللی وو. هغه وويل: «هيله لرم يوه ورځ یې وموندم.»

تر پله لاندې چې ډېر بد بوی وو، يو کابو ديرش کلن سړی ناست وو چې ځان یې د نذیر په نوم را وپيژاند او يو محترم شخصيت ښکاريد، هغه به د خلکو دعوې حل کولې او د شخړو منځګړيتوب به یې کاوه.

هغه وويل چې د ورځې زياتره برخه همدلته تر پله لاندې تیروي خو څه وخت وروسته يو ځل کور ته هم ځي.

هغه وويل چې اعتياد یې په کورنۍ کې خپور شوی دی. کله چې مې پر دې حیرانتيا ښکاره کړه چې د پله لاندې بيا معتادين راټول شوي، نذیز وخندل او ویې ويل: «دا طبيعي ده. هغوی هره ورځ لاپسې زياتيږي....هيڅ پای نه مومي.»

ب. ص / ن. ز (AP)