میټ رومني په نیوهمپشیر کي ټاکنې وګټلې
۱۳۹۰ دی ۲۱, چهارشنبهاعلان
په امریکا کي د ماساچوسیت د ایالت پخواني ګورنر، میټ رومني، په نیو همپشیر کي د ریاست جمهوري له پاره د جمهوري غوښتونکو د ګوندي انتخاباتو دوهمه دوره هم وګټله. د څه د پاسه ۸۰ په سلو کی رایو تر شمېرلو وروسته رومني د رایو ۳۸ فیصده تر لاسه کړي.
د ۲۳ فیصده رایو په ګټلو سره ران پاول دوهم ځای ونیوه. دریم ځای د ۱۷ فیصده رایو په تر لاسه کولو سره جان هونتسمن خپل کړ. رومني چي د دغو انتخاباتو لومړی پړاو هم ګټلی ؤ.