میشایل شومخر په کوما کې دی
۱۳۹۲ دی ۹, دوشنبهاوس شومخر د فرانسې د گرونوبل ښار په یوه روغتون کې تر درملنې لاندې دی. د دغه روغتون چارواکو د یکشنبې په ورځ په یوې بیانیه کې وویل چې شومخر اوس په کوما دی. په بیانیه کې زیاته شوې ده چې شومخر د سکي پر مهال لویدلی دی او سر یې پر یوې تیږې لگیدلی دی. دغه پېښه د یکشنبې په ورځ رامنځ ته شوې ده. د بیانیې له مخې شومخر روغتون ته تر راتلو وروسته عملیات شوی هم دی.
په بیانیې کې راغلي دي: «کله چې شومخر روغتون ته راوستل شو د هغه عصابو سخته ضربه لیدلې وه او په کوما کې وو له همدې کبله باید د هغه عصاب ژر تر ژره عملیات شوي وای. د هغه وضعیت اوس هم ډیر حساس دی.»
د روغتون چارواکو د شومخر د وضعیت په اړه د نورو جزئیاتو له ورکولو څخه ډډه کړې ده او ویلي یې دي چې نور معلومات به د دوشنبې په ورځ له خبریالانو سره شریک کړي.
ویل شوي دي چې فرانسوي مشهور عصبي جراح گریرارد سیالنت، اوس هغه روغتون ته رسیدلی چې شومخر په کې بستر دی او د هغه د درملنې چارې یې په لاس کې نیولې دي.
په فرانسې کې د الپ غره پولیسو ویلي دي چې هغوی د شومخر تر پېښې لږ وروسته سیمې ته رسیدلي دي او له هغه سره یې لومړنۍ مرستې کړې دي. پولیسو بیا شومخر د الوتکې په واسطه روغتون ته لیږدولی دی. چارواکو ویلي دي چې شومخر د پېښې پر مهال خولۍ پر سر لرله او کله چې یې سر پر تیږې باندې ولگید په هوش وو. ویل کیږي چې شومخې د پېښې پر مهال له خپل ۱۴ کلن زوی سره سکې کوله.
په ساری موټر چلوونکی
شومخر د فورملا ون تر ټولو کامیابه موټر چلوونکی پاتې شوی دی. هغه ټول ټال ۹۱ «گران پری» یا د لویې جایزې سیالۍ گټلي او د اوو نورو سیالیو اتلولۍ یې خپله کړې ده. هغه تیر کال په فورملا ون کې خپل سیالیو ته د پای تکی کیښود.
میشایل شومخر د آلمان کولن ښار ته نزې د کیرپن په وړوکي ښار کې زیږیدل دی. شومخر خپل ډیر ژوند په سویس کې تیر کړی دی. هغه له خپلې میرمنې او دوو ماشومانو سره اوسیده.