1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

میرکل په مديترانه کي د مهاجرو د ژغورنی ملاتړ وکړ

۱۳۹۸ مرداد ۲۳, چهارشنبه

د جرمني صدراعظمي انگيلاميرکل، په مديترانه سمندرگي کي د شخصي سازمانونو له خوا د انسانانو د بيړنۍ ژغورني څخه دفاع وکړه. د مهاجرو له پاره ملگرو ملتو عالی کمیسارۍ له اروپایی هیوادو څخه غوښتنه کړې چی ژغورل سوي مهاجر ومني.

https://p.dw.com/p/3NscO
Angela Merkel nach der Sommerpressekonferenz
انځور: Reuters/H. Hanschke

د آلمان  د تحريري شبکې په حواله، میرکل د سه شنبه په ورځ په شترالسوند کي د  «Ostsee-Zeitung» په نامه ورځپاڼي د لوستلو په يوه فورم کي ويلي چي « په سمندر کي د انسانانو بيړني ژغورل د بشريت يو دستور دی.»

په عين حال کي هغې ټينگار کړی دی چي «يوازي بې وزله او ضعيفه کسان پر دغه لار موږ ته  نه راځي. موږ پر افريقايي هيوادونو سره خبري کوو چي په کومه برخه کي مرسته وکړو. د قاچاقبرانو او انسان تښتوونکو ملاتړ نه کوو.»

د لمان صدراعظمې ويلي دي: »که په افريقا کي حالت باثباته نه سي، نو وضعه به همداسي ادامه پيدا کړي. دا ځکه چي موږ يو له بل سره تړلي يوو او دا حالت به همداسي پاته وي.

Rettungsschiff Open Arms | Seenotrettung im Mittelmeer
انځور: picture-alliance/AP Photo/V. Nicolosi

«په اوس وخت کي د شخصي مرستندويه سازمانونو، د ژغورني ډيري بيړۍ د مديترانې په سمندرگي کي په ماموريت بوختي دي، تر څو د انسانانو د ډوبيدو پر وخت، هغوی ته ځانونه ورورسوي. په هغو کي د بې سرحده ډاکټرانو سازمان، همدارنگه د SOS  سازمان، په مديترانه کي د «Ocean Viking» او د «Open Arms» په نامه هسپانوي سازمان هم شامل دي. هغوي په گډه سره څه د پاسه ۵۰۰ انسانان خپلو کښتيو ته پورته کړي.

د UNHCR په نامه د مهاجرو د ملاتړ ادارې د سه شنبه په ورځ له اروپايي هيوادو څخه غوښتي چي دغه ژغورل سوي انسانان ومني. په ژنيو کي د مرکزي مديترانې له پاره د UNHCR د ادارې ځانگړي استازي، وينڅينت کوچيتل ويلي دي چي ډيرو دغو مهاجرو د ليبيا په لاگرونو کي شکنجې او  زورزياتي ليدلي او اوس بشري مرستو او نړيوال ملاتړ ته اړتيا لري.

G.P/N.Z/epd