1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مکسیکو: د ښځو قاتلین نه یوازي ډیریږي، وحشي کیږي هم

۱۳۹۸ شهریور ۱, جمعه

د مکسیکو۵۶ فیصده خاوره په رسمي ډول د ښځو له پاره خطرناکه بلل کیږي. پر هغوی باندي جنسي تیری کیږي، وژل کیږي او حتی لوڅي په یوه ټوکر کي غورځول کیږي. اکثره حکومتي چارواکي هم په هغه کي لاس لري.

https://p.dw.com/p/3OM88
Mexiko Tag der Toten Frauen Protestmarsch Femizid
انځور: picture-alliance/AP/R- Blackwell

د همدې اگست میاشتي پر دریمه باندي یوه ۱۷ کلنه نجلۍ، یولاندا غوښتل له یوې میلمستیا څخه د خپلي یوې ملگري سره د مکسیکو ښار له ازکا پوتڅالکو ناحیې څخه خپل کور ته ولاړه سي. کله چي یې ملگرې په نیمايي لار کي ورڅخه جلا سوه، په همدې حال کي د پولیسو یو موټر ورته ودریدی او پوښتنه یې ورڅخه وکړه، چي یوازي دلته څه کوې.

هغوی دا په خپل موټر کي راواخیسته او ددې په ادعا ورباندي په موټر کي سپرو څلورو پولیسو جنسي تجاوز وکړ. وروسته یې دغه ځوانه نجلی بیرته پر سړک ایله کړه او دوی ولاړه. په همدې شپه لا هغې د خپلو والدینو په کومک په لوی څارانوالۍ کي عارض سول.

په همدا سهار یې پولیسو پر سړکونو باندي د یوه شخصي شرکت ټولي ویدیو گاني مصادره کړې چي که څه هم ددې کار صلاحیت یوازي لویه څارانوالي لري. په دغه سړک کي، چیري چي پر دغه نجلۍ باندي تجاوزسوی وو، دولتي امنیتي کمرې هم نصب دي، کومي چي د مکسیکو ښار د امنیت په خاطر ځای پر ځای سوي دي.

څو ورځي وروسته د نجلۍ والدینو خبر ورکړ، چي دوی نور نه سي کولای دعوې ته دوام ورکړي، ځکه چي تهدیږي. په همدې منځ کي شکمنو پولیسو خپل ځانونه بې گناه اعلان کړل او تر اوسه ورباندي اقامه دعوه نه ده سوې.

د تعجب ځای دا هم دی چي د لوی څارانوالۍ د جنسي مسایلو کارپوهانو ژر د هغې ډې این اې ټیست هم و نه کړ او درې ورځي وروسته یې دا کار تر سره کړ. خو په دې وخت کي ټوله بیولوژیکي اثار له منځه تللي ول.

Frauenmorde in Ciudad Juarez, Mexiko
انځور: AP

د ډیرو له جملې څخه دوه قتلونه

د همدې اگست میاشتي پر شپږمه د هیدالگو ایالت د اتیتالکیا ښار په یوه پله کي د انگیلیکا په نامه په ټوکر کي پیچلي یوې ۲۹ کلني لوڅي ښځي جسد پیدا سو. د دې پر جسد باندي د شکنجې او جنسي تجاوز آثار له ورایه ښکاریدله.

په یوه بله پیښه کي د کریستینا په نامه یوه شپږ کلنه نجلۍ په همدې دوبي کي د رخصتۍ تیرولو له پاره د موریلوس ایالت د کورناواکه ښار ته ولاړل، چیري چی یې نیکه او انا ژوند کوي. هلته یې اکثره وختونه له هغوی سره په دوکان کي تیراوه.

د اگست پر لسمه کریستینا وختي بستر ته ولاړه او بیده سوه. کله چي یې نیکه او انا غوښتل وگوري چي هر څه سم دي، ورته معلومه سوه چي هغه بیسده او په چړو وهل سوې وه. هغوی کوښښ وکړ چي کریستینا بیرته راژوندۍ او ساه ورکړي، خو دا وختي لا مړه وه. ډاکتر وروسته معلومه کړه، چي پر هغې باندي جنسي تیری سوی دی.

تل په مشکل سره پوهیدل

د مکسیکو د نفوسو تقریبأ ۶۰ فیصده ښځي دي او ۶۳ ميلیونو تنو ته رسیږي. یولاندا، انگیلیکا او کریستینا په دغه هیواد کي د قتلونو د سلسلې د یوه اوږده ليست څو تنې دي چي همیشه مخ پر ډیریدو دی او وحشیانه شکل ځانته نیسي.

په دې لار کي تر اوسه پوري د دولت ټوله پروگرامونه او تدابیر له ناکامۍ سره مخامخ دي او د مکسیکويي لیکوال، انابیل هیرناډیس په خبره ددې مشکل د حل یو واحد طرزالعمل وجود نه لري.

 

زموږ د ارشیف څخه یو انځوریز البوم:(26.02.2017 )