1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

مکرون سوریې ته د هوايي بریدونو ګواښ کړی

۱۳۹۶ بهمن ۲۵, چهارشنبه

د فرانسې ولسمشر ایمانیویل مکرون ویلي دي که چیرې اثبات شي چې د اسد رژیم د ملکیانو پر وړاندې له کیمیاوي وسلو استفاده کوي، نو فرانسه به پر دغه هیواد هوایي برید وکړي.

https://p.dw.com/p/2sei3
Syrien Idlib Giftgasangriff
انځور: Reuters/A. Abdullah

فرانسې یو ځل بیا سوریه په هوایي بریدونو ګواښلې ده خو په هغه صورت کې چې داسې شواهد وموندل شي چې دغه هیواد د ملکي وګړو پر وړاندې کیمیاوي وسلې کاروي. مکرون په پاریس کې خبریالانو ته وویل چې پر هغه ځای به بریدونه وشي چې له کوم ځایه دغسې بریدونه کیږي او یا له هغه ځایه تنظیمیږي. هغه ویلي دي: «موږ [په دې اړه] یوه سره کرښه ټاکلې ده او زه پر دې باندې ټینګار کوم.»

خو هغه ویلي دي چې اوسمهال د فرانسې استخبارات د سوریې د ملکي وګړو پر وړاندې د کیمیاوي وسلو څخه د کار اخیستو شواهد په لاس کې نه لري. خو مکرون پر دې خبره ټینګار وکړ چې کله شواهد وموندل شي نو «هغه کار به وکړم چې څه مې ویلي دي.»

Paria, Emmanuel Macron
د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرونانځور: Getty Images/L.Marin

د فرانسې ولسمشر په عین وخت کې خپل دغه وړاندیز تکرار کړ چې د سوریې په هکله دې یو نړیوال کنفرانس راوبلل شي، چې د امکان په صورت کې په همدغه سیمه کې تر سره شي.

دمشق تل انکار کوي

خبري آژانسونو په خپلو رپوټونو کې لیکلي دي چې په تیرو کلونو کې په سوریه کې له کیمیاوي وسلو څخه څو وارې د کار اخیستو رپوټونه ورکړل شوي دي. ځینې یې د ملګرو ملتونو د څیړونکو له لوري تائید شوي او د سوریې حکومتي ځواکونو ته راجع شوي دي. خو د دمشق رژیم د کیمیاوي وسلو څخه د استفادي رپوټونه تل ردوي.

د تیرې جمعې په ورځ د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره په یوه تلیفوني اړیکه کې په سوریه کې د کلور ګاز د ډیر شمیر بریدونو په تړاو خپله اندیښنه څرګنده کړه. د فعالانو په وینا د یاغیانو پوخ مرکز غوطه کې د روان میلادي کال د پیل راهیسې درې وارې له دغه زهرجن ګاز څخه استفاده شوې ده. روسیه د سوریې د ولسمشر بشارالاسد له مهمو متحدینو څخه شمیرل کیږي.

امریکا خپل انتخابونه پرانیستې پریښي

د فبرورۍ میاشتې په سر کې په واشنګټن کې حکومتي کړیو له قوله ویل شوي وو که چیرې سوریه یو ځل بیا له زهرجن ګاز څخه استفاده وکړي، نو د دې احتمال شته چې متحده ایالات یوه پوځي حمله وکړي. تیر کال متحده ایالاتو وروسته له هغې د سوریې پر یوه پوځي اډه د توغندیو برید وکړ چې ویل کیږي د یاغیانو له لوري په نیول شوي ښار خان شیخون کې د کیمیاوي وسلو برید شوی وو.

زموږ له آرشیف څخه: