مينه څرنگه پيدا کيږي؟
اور سړی سوځوي او مينه ئې ليونی کوي. د پوهانو په نظر د مين او ليوني ماغزه ډېر شباهت سره لري. د ميني د رمز علمي څېړنه په دغه انځوريز راپور کي:
د دوو انسانانو ترمنځ د «ميني» پدېده له قرنونو راهيسي پوهان مشغول ساتلي دي. د ټول بشري تمدن په روياتو او ادبياتو کي د «ميني» څرک څرگنديږي. خو مينه څه شی دئ؟ آيا کيدای سي په علمي ابزارو د ميني رمز وڅېړل سي؟
ويل کيږي چي مينتوب جنسي اړتيا ده.
که څه هم انسانان خپلي جنسي اړتياوي د ميني په شکل وړاندي کوي، خو اصلاً «تستوسترون» هورمونونه دي چي پر جنسي اړتياوو ډېره اغېزه لري. څېړونکو ويلي دي چي په هغو نارينه وو يا ښځو کي چي په يوه شریک پسې گرځي، تستوسترون هورمونونه ډېر دي.
پنځه حسه (بويول، اورېدل، ليدل، لمسول او څکل) د انسانانو په مينتوب کي ډېره ستره ونډه لري. د مينتوب په لومړيو شېبو کي دغه حسونه مغز ته په پېخر اطلاعات مخابره کوي.
د ښځي او نارينه د مخامخ کېدلو په لومړۍ شېبه د ليدلو حس پر مين کېدولو باندي ټاکونکې اغېزه لري.
څېړني ښيي چي د بويولو حس مينتوب ته چټکتيا ور بخښي. ويل کيږي چي د شريک يا شريکي د بدن بوی که د خپل مور او پلار د بدن له بوی سره شباهت ولري د مين کېدلو احتمال ئې ډېريږي.
په لومړي قدم کي د حس له لاري مغز ته د مخابره سوو اطلاعاتو تر ځای پر ځای کېدو وروسته يو ډول احساس پيدا کيږي چي انسان هغه ته د «ميني» نوم ورکړی دئ.
خو پېچلتيا هغه وخت رامنځ ته کيږي چي د ميني احساس يوازي په يوه اړخ کي وي او هغه بل طرف احساس و نه لري.
مغز ته رسېدلي اطلاعات کېدای سي د خاصو شرايطو تر اغېزې لاندي راسي، لکه الکول څښل او يا د کنسرتونو او ديسکوگانو فضاوي.
د ميني د احساس په پيلېدو سره پوهانو د مينانو په رفتار کي ډېر بدلونونه ليدلي دي. خو د انسان د مين کېدلو په دوران کي په بدن کي کوم هورمونونه مسئول دي؟
څېړونکو وايي چي د مين انسان د زړه دربی ډيريږي، لاسونه ئې خولې کوي او نور داسي. چي د دې دليل په مين کي د «آدرنالين» هورمونونو ډېرېدل دي. د دغو هورمونونو په ډېرېدو سره د انسان اشتها لږيږي او بدن خپل ځان سختو کارونو ته تياروي.
د مينتوب دوران په اوج کي د «دوپامين» هورمون په بدن کي ډېريږي. کوکائين او نيکوتين هم دغه هورمونونه فعاله کوي. په دې سره نو مينان يو له بله داسي سره معتاد سي چي يوه شېبه هم نسي کولای سره جلا سي.
د انسان په بدن کي «سروتونين» هورمون دا دنده لري چي ثبات خوندي کړي. پوهانو دا موندلې ده چي په مينانو کي د سروتونين هورمون ډېر لږيږي.
د مينانو په احساس کي نه انډول ته په کتو سره ډېری دغه حالت له «ليونتوب» سره مقايسه کوي. د لسمي پېړۍ يوه ايراني شاعر وحشي بافقي دغه احساس داسي توصيف کړی دئ: اور سوځول کوي او مينه لېونتوب.
له درو څخه تر پنځو مياشتو «د ميني تر ليوني کوونکي دوران» وروسته دغه مرحله پای ته رسیږي. دلته نو بيا «اکسي توسين» هورمونونه په فعاليت پيل کوي چي د محبت هورمونونه دي. د اکسي توسين هورمونونه په هغو ښځو کي هم سته چي اولاد ته شيدې ورکوي، چي دا بيا د مور او اولاد د ژور پيوند ريښې دي.