ميسي تر شک لاندي دی
۱۳۹۲ خرداد ۲۳, پنجشنبهد هسپانيايي رسينو د راپورونو له مخي ليونل ميسي او د هغه پلار هورشي هوراسيو ميسي، له ۲۰۰۷ کال څخه تر ۲۰۰۹ کاله پوري د ۴،۱ ميليون يورو مالياتو په نه ورکولو تورن دي.
په راپورونو کي ويل سوي دي، چي ميسي او پلار ئې له هغو شرکتونو سره د اعلانونو په برخه کي معاملې کړي دي، چي مرکزونه ئې په اصطلاح د لاتين امریکا په هغو هيوادونو کي دي چي له مالياتو څخه خوندي دي لکه اروگوای او بليز.
د هسپانيا د مالياتي چارواکو په خبره دغو شرکتونو بيا په سويډن او بريتانيا کي له نورو شرکتونو سره ډېر بې غمه قراردادونه کړي ول. د هسپانيا چارواکي وايي، چي د دې کار ابتکار د ميسي د پلار په لاس کي وو. د ميسي پلار د هغه خزانه دار هم دئ.
د هسپانيايي رسنيو د راپورونو په حواله د برسيلونا فوټبال کلب پر دغه فوټبالر او د هغه پر پلار باندي لگېدلي تورونه به د دغه هيواد د اقتصادي جرايمو له پاره ځانگړی څارنوال څېړي.
مسي: «ماليات مي ټول تحويل کړي دي»
مسي د دغه خبر په اورېدو سره په فيسبوک کي ليکلي دي «موږ تعجب کوو، ځکه چي موږ ټولي ماليې ورکړي دي. موږ هر وخت د خپل مالياتو د مامور له لاري چي اوس هم زموږ د مالياتو په موضوع کي کار کوي دغه فورمې ډکي کړي دي او هيڅ داسي څه نه دي پاته چي موږ دي ملامت اوسو.»
که چيري پر ميسي او د هغه پر پلار باندي لگېدلي تورونه ثابت سي له دوو څخه تر شپږو کلونو پوري د بند په سزا محکومېدای سي او پردې سربيره به هرڅومره ماليات چي باقي پاته وي مجبوره دي چي له دوو څخه تر شپږ چنده پوري ئې تحويل کړي.
ميسي په برسيلونا کي د کاله ۱۵ ميليونه يورو گټي او دغه راز د کاله ۱۹ ميليونه يورو د اعلانانونو له طريقه ترلاسه کوي، چي د هغه کلنی عايد تقريباً ۳۴ ميليونه يورو کيږي. هغه مجبوره دی چي د خپل عايد ۵۰ سلنه مالياتو ته ورکړي.