1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ميرکل: راتلونکې ته هيله من يو

عبدالباري حکيم (دويچه ويله)۱۳۹۱ دی ۱۱, دوشنبه

د آلمان صدراعظمي انگېلا ميرکل د نوي ميلادي کال په مناسبت وينا کي پر خپلوهيوادوالو غږ وکړ، چي د يوې نيکمرغي راتلونکي له پاره خپله هيله له لاسه ورنه کړي.

https://p.dw.com/p/17BWB
انځور: dapd

ميرکل په دغه وينا کي چي د دوشنبې (۲۰۱۲ کال د دسمبر د ۳۱) په ماښام د آلمان د ملي تلويزيونونو له لاري خپريږي وويل، چي دا پوهيږي چي ډير خلک «نوي کال ته هم له انديښنو سره» داخليږي. ميرکل وويل:«رښتيا خبره هم دا ده چي په راتلونکي کال کي به اقتصادي وضعيت هسي هم آسانه نه وي چي سړی يې گومان کوي.» خو هغي يادونه وکړه چي «دا د دي معنی نه لري چي موږ خپله زړورتيا له لاسه ورکړو، بلکي بالمقابل موږ بايد هيله من او ليواله اوسو.»

د يورو کړکېچ لا پاته دی

د آلمان صدراعظمي چي د دغه هيواد د مسيحي ديموکرات گوند مشره هم ده په خپله وينا کي وړاندي وويل:«موږ د خپلي سوکالي او د خپلي ټولنيزي همږعۍ له پاره يو رښتيني انډول ته اړتيا لرو.» هغې يادونه وکړه چي په دي برخه کي د زيار او زحمت له پاره هغومره چمتوالي ته اړتيا ده لکه د ټولو وگړو د ټولنيز مصونيت له پار.» ميرکل وويل: «د اروپا د دولتي پورونو کړکېچ له ورايه ښيي چي دا انډول څومره اهميت لري.» د دغه کړکيچ د حل په موخه ميرکل وويل چي تصويب شوي اصلاحاتو اوس خپلي اغيزې پيل کړي دي. خو هغې ټينگار وکړ چي «سره له دي هم موږ يو پراخ زغم ته اړتيا لرو. پر دي کړکېچ لا تراوسه لاس برتوب نه دي موندل شوي.»

پر آلمانانو د زړورتيا او خوشبينۍ غږ وکړ

د آلمان صدراعظمي پر مالي بازارنو باندي د څارني له پاره د زيات زيار غوښتنه وکړه. هغي څرگنده کړه:«نړي لا تراوسه د ۲۰۰۸ کال له مالي کړکېچ څخه د عبرت درس نه دی اخيستی. خو بايد اجازه ور نه کړل شي چي دغسي بې مسئوليتي بيا رامنځته شي.» ميرکل وويل:«د يو ټولنيز اقتصادي بازار د نظم خوندي ساتل د دولت دنده ده. خلک بايد پر دي اعتماد وکړای شي.»

پر آلماني ارښتونو ټينگار

ميرکل د ۲۰۱۳ کال په مناسبت وينا کي غوښتنه وکړه:«راځي چي په گډه نوی داسي يو کال وگرځو چي په هغه کي موږ خپل قوت تر آزمويني لاندي ونيسو: خپل ټولنيز پيوستون، د نويو فکرونو له پاره خپله توانمندي، هغه چي موږ ته اقتصادي قوت راپه برخه کوي. بيا نو کيداي شي چي آلمان په راتلونکې کي هم انسان پال او بريالی پاته شي.»

سر بيره پر دي هغې د ټولني د هر وگړي پر مسئوليت باندي ټينگار وکړ. ميرکل وويل:«اکثره وخت ليدل شوي دي چي په لومړي سر کي ډير لږ کسان چمتو کيږي چي يوه ډبره کولي کړي او د بدلون له پاره امکانات چمتو کړي.» د آلمان صدراعظمي وويل. «د هغو انسانانو له برکته چي په نوښتونو يې لاس پوري کړ، آلمان وتوانيد چي په ۲۰۱۲ کال کي د خپلو نه کارلرونکو خلکو شمير ډير زيات را کښته کړي. د آلمان له يووالي راهيسي د کار لرونکو خلکو شمير خپلي لوړي کچي ته ورسيد.»

صدراعظمي ميرکل پخپله وينا کي په خاصه توگه له هيواده دباندي په خدمت بوختو آلماني سرتيرو، پوليسو او ملکي مرستندويانو څخه مننه وکړه. ميرکل وويل: «په دې شيبه کي د هغو کسانو يادونه کوو چي زموږ د امنيت د خوندي ساتني له پاره د هيواد په دننه او له هيواد څخه دباندي په خدمت بوخت دي. هغوی دغه خدمت د ستري شخصي قرباني په منلو سرته رسوي.»