1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ناهلس استعفا او د آلمان د ايتلافي حکومت ناڅرګند برخليک

۱۳۹۸ خرداد ۱۳, دوشنبه

د آلمان ايتلافي حکومت راتلونکی د سوسيال دموکرات ګوند د مشرې ناهلس په استعفا سره ناڅرګند ښکاري. د مسيحي اتحاد ګوندونه د ايتلافي حکومت ادامه غواړي، خو د اپوزيسيون ځينې ګوندونه بيا د حکومت پر چټک بدلون ټينکار کوي.

https://p.dw.com/p/3JeAl
Berlin PK Merkel Seeehofer Nahles Neu
ښي نه کيڼ لور ته: مستعفي ناهلس،د کورنيو چارو وزير هورست زيهوفر، صدراعظمه انګلا مرکلانځور: picture-alliance/AP/M. Sohn

د آلمان صدراعظمې انګلا ميرکل په برلين کې په يوې خبرې غونډه کې وويل چې په سوسيال ديموکرات ګوند کې د بحران سربيره به ايتلافي حکومت خپل کار ته ادامه ورکوي. ميرکل وويل:«موږ به په حکومت کې خپل کار په جديت او د مسئولیت پر لوړ احساس سره مخ ته وړو.»

د آلمان صدراعظمې په عين حال کې د حکومتي چارو مخې ته پرتو ستونزو ته هم اشاره وکړه او د سوسيال ديموکرات ګوند مستعفي شوې مشره يې د «ښه شخصيت» لرونکې وبلله.

د مسيحي دموکرات ګوند (CDU) مشرې ميرمن آنه ګريت کرمپ کارن باور هم د سوسيال ديموکرات ګوند مشره د يوې «قوي، ريښتينې او د اعتماد وړ څيرې په توګه» وستايله او له سوسيال ديموکرات ګوند څخه يې وغوښتل چې خپل داخلي اختلافات په داسې يوه شکل سره حل کړي چې لوی ايتلاف ته يې خطر پيښ نه شي.

Deutschland CDU-Parteizentrale in Berlin | Annegret Kramp-Karrenbauer, Parteivorsitzende
د آلمان د مسيحي دموکرات ګوند (CDU) مشرې ميرمن آنه ګريت کرمپ کارن باورانځور: Reuters/H. Hanschke

د آلمان د مسيحي سوسيال ګوند (CSU) مشر مارکوس زودر له سوسيال ديموکراتانو څخه وغوښتل چې مسئولانه عمل وکړي. هغه پر خپل ټويټر ليکلي: «موږ هيله لرو چې سوسيال ديموکرات ګوند د حکومت د ثبات ساتنې له پاره عمل وکړي.»

زودر چې په عين وخت کې د بايرن ايالت، ايالتي لمړی وزير هم دی، د ميرمن ناهلس پر استعفا يې تاسف ښکاره کړ او وېې ويل چې هغه د سوسيال ديموکراتانو د انتخاباتو د خرابو نتایجو اصلي عامله نه ده.

د سوسيال ديموکرات ګوند له مشرۍ څخه د ميرمن ناهلس استعفا، د دغه ګوند د برخليک په اړه ډير بحثونه راپورته کړي دي.

د سوسيال ديموکرات ګوند مرستيال اولاف شولتڅ چې د ماليې وزير او د آلمان د صدراعظمې مرستيال هم دی، د استعفا له اعلان څخه مخکې ويلي وو چې سوسيال ديموکراتان يې د راتلونکو انتخاباتو وروسته په يو لوي ايتلاف کې له ورګډيدو منع کړي دي. «تاګس شپيګل» ورځپاڼې د شولتڅ له قوله ليکلي چې درې ځله لويو ايتلافونو په آلمان کې ديموکراسۍ ته ګټه نه ده کړې: «هيڅ څوک بيا دا ډول يو ايتلاف د ۲۰۲۱م کال له پاره نه غواړي. نه يوازې د هيواد اتباع او محافظه کار ګوندونه، بلکه په خپله سوسيال ديموکراتان هم دغه څه نه غواړي.»

Landtag Rheinland-Pfalz - rheinland-pfälzische Ministerpräsidentin Malu Dreyer SPD
د سوسيال دموکرات ګوند څخه د آلمان د نورد راين ويستفالن ايالت لمړۍ وزيره مالو دراير انځور: picture alliance/dpa/A. Arnold

په پام کې ده چې د سوسيال ديموکرات ګوند مشران به د دوشنبې په ورځ (د ۲۰۱۹ ما کال د جون ۳) د ميرمن ناهلس د ځای ناستې په اړه تصميم ونيسي.

د آلمان د نورد راين ويستفالن ايالت لمړۍ وزيرې مالو دراير هم ميرمن ناهلس او د هغې مرستيالانو ته د درناوي په ادا کولو ډاډ ورکړی چې سوسيال ديموکرات ګوند به بې رهبرۍ پاتې نه شي. اوس مهال په سوسيال ديموکرات ګوند کې پر دې خبرې کيږي چې د دغه ګوند موقتي مشري ميرمن مالو ته وسپارل شي. همدا ډول د آلمان په پارلمان کې د سوسيال ديموکرات فراکسيون د مشر رالف موتزينش په اړه هم ويل کيږي چې په موقتي توګه به د فراکسيون مشري پر غاړه واخلي تر څو يې د ميرمن ناهلس ځای نيولی وي.

د زرغون او کيڼ اړخ ګوندونو سياستوالو هم د ميرمن ناهلس څخه په درناوي يادونه کړې ده. د آلمان په پارلمان کې د کيڼ اړخ فراکسيون مشر ديتمار بارتش ويلي دي: «په احتمالي توګه موږ ټول په دې فکر کوو چې سياست څومره خشين دی».