موسی زی: د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو مخالف یو
۱۳۹۲ آبان ۱۲, یکشنبهد افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند جانان موسی زي، د یکشنبې په ورځ (د ۲۰۱۳م کال د نومبر دریمه) په کابل کې خبریالانو ته وویل چې د پاکستان مشرتابه، کابل ته د سولې له پروسې سره د مرستې په برخه کې د عملي ګامونو د پورته کولو ژمنه کړې ده.
له دغو ژمنو څخه یوه یې دا ده چې افغان پلاوي ته به اجازه ورکوي تر څو د طالبانو له پخواني مرستیال مشر ملا عبدالغني برادر سره وویني. ویل کیږي چې هغه اوس هم د پاکستان په ولکه کې دی. په پام کې ده چې د افغانستان د سولې د عالي شورا یو پلاوی به ډیر ژر په دې موخه اسلام آباد ته سفر وکړي.
پر دې سربیره د افغانستان او پاکستان تر منځ په سرحدي سیمو کې د ترهګرو د ځالو د ختمولو له پاره د نویو هڅو پیلول او تر څنګ یې د هغو نورو طالب قوماندانانو آزادول هم شامل دي چې ویل کیږي افغان دولت یې له پاکستاني زندانونو څخه آزادول غواړي:
«د افغانستان یو پلاوی به ژر پاکستان ته سفر وکړي تر څو له ملا برادر سره وویني، وخت یې تر اوسه د امنیتي دلایلو له امله نه شو روښانه کولای خو دا سفر به زموږ د سولې له پروسې سره ډيره مرسته وکړي.»
کابل د ترهګرۍ پر ضد په روانه مبارزه کې په داسې یوه وخت کې د پاکستان د ژمنو یادونه کوي چې د جمعې په ورځ د پاکستاني طالبانو د مشر حکیم الله محسود د وژل کیدو رپوټ هم ورکړل شو.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند جانان موسی زی وايي که څه هم پاکستاني طالبانو منلې ده چې د دوی مشر وژل شوی دی لاکن دوی یې نه شي تائیدولای او د دې تر څنګ موسی زی د هغه وژنه له افغان طالبانو سره د سولې پر پروسه بې اغیزه بولي. موسی زي زیاته کړه چې دوی له هغو افغان طالبانو سره خبرې کوي کوم چې افغانان دي خو له تیرې یوې لسیزې راهیسې يې د خپل نظام پر وړاندې وسله پورته کړې ده.
موسی زي هغه رپوټونه هم رد کړل چې ګواکې افغان دولت له امریکايي ځواکونو غوښتي ول چې په افغانستان کې د طالب مشرانو د له منځه وړلو له پاره د وزیر ستان په څیر له بې پیلوټه الوتکو کار واخلي:
«د افغانستان دولت د بې پیلوټه الوتکو له بریدونو سره مخالف دی ځکه چې په دې بریدونو کې ملکي او بې ګناه وگړي وژل کیږي او همداراز اصولا د افغانستان دولت د بې پیلوټه الوتکو له بریدونو سره مخالفت لري.»
د بهرنیو چارو وزارت ویاند همدا راز د روانې اوونۍ په ترڅ کې په کابل کې د بریتانیې او کابل د یوې ګډې ناستې د جوړیدو خبر هم ورکړ. په دغه ناسته کې به د دواړو هیوادونو لوړپوړي سیاسي او نظامي مشران په سیمه کې د ګډې همکارۍ پر سر خبري وکړي.