1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

موسي کلا: په امنيه قوماندانۍ کي درې ځانمرگي بريدونه وسول

۱۳۹۱ فروردین ۲۲, سه‌شنبه
https://p.dw.com/p/14aCv

د هلمند ولايت د رسنيو دفتر د معلوماتو له مخي په دغو ځانمرگو بريدونو کي څلور تنه پوليس وژل سوي او د امنيه قوماندان په گډون څلور تنه پوليس نور ټپيان سوي دي.

پيښه د سه شنبې په ورځ د يولسو بجو په شاوخواكي د موسي کلا ولسوالۍ د امنيې قوماندانۍ په دننه کي را منځ ته سوې ده.

د هلمند چارواکي وايي چي درې تنه ځانمرگي بريد کوونکي د موسي کلا ولسولۍ د امنيې قوماندانۍ ودانۍ ته په ننوتلو سره دوو تنو ئې ځانونو ته چاودنه ورکړه او يو بل تن ئې د پوليسو له خوا په مرميو ووژل سو.

د هلمند ولايت له رسنيو دفتر څخه په خپره سوې خبرپاڼه کي راغلي دي چي امنيه قوماندان عبدالولي کوکه هم د پيښي پرمهال په قومانداني کو وو او هغه ټپي سوی دئ.

دا په داسي حال کي ده چي تر دې پيښي لږ مخکي د هرات ولايت د گذرې ولسوالۍ ودانۍ ته هم دوو تنو ځانمرگو بريد کوونکو د ور ننوتلو هڅه وکړه. خو د ولسوالۍ ودانۍ په عمومي دروازه کي ئې ځانونه وچول او شاوخوا ۳۰ تنوته ئې مرگ ژوبله واړوله.