مهم خبرونه په متن او انځور کې
مهم خبرونه په متن او انځور کې
پر يوې پوستې د طالبانو بريد پنځه تنه وژلي
د يوه افغان چارواکي په حواله لږ تر لږه پنځه تنه امنيتي کسان د کندهار په ولايت کې د ياغيانو له خوا په يوه بريد کې وژل شوي دي. غزيز احمد عزيزي چې د کندهار د والي وياند دی، ويلي چې دوه تنه پوليس په سپين بولدک ولسوالۍ کې د دغه بريد په نتيجه کې ټپيان شوي هم دي. د هغه په خبره په همدې نښته کې اووه تنه طالب ياغيان وژل شوي او شپږ نور ټپيان شوي دي. طالبانو د دغه بريد مسئوليت منلی دی.
ايران د نژدې ختيځ په هکله پر کنفرانس انتقاد کړی
ايران د متحده آيالاتو له خوا پلان شوی د نژدې ختيځ په هکله کنفرانس چې په سيمه کې د تهران د نفوذ په هکله جوړيږي، «سرکس» بللی او ورباندې یې انتقاد کړی دی. د ايران د بهرنيو چارو وزير، محمد جواد ظريف، وويل چې هغه د «سياسي مايوسۍ» نخښه ده. امريکا متحده آيالاتو او پولنډ د فبرورۍ مياشتې له پاره د نژدې ختيځ د راتلونکي او امنيتي مسائيلو په هکله د يوه نړيوال کنفرانس د رابللو اعلان کړی وو.
زېودر ناورين ځپلو سيمو ته سفر وکړ
د آلمان د بايرن آيالت لومړي وزير مارکوس زېودر د آلمان هغو سيمو ته سفر وکړ چې تر ټولو زياتې واورو ځپلي دي. اوسمهال د آلمان په پنځو ولسواليو کې بېړنی حالت اعلان شوی دی. د مونشن په هوايي ډګر کې د خرابې هوا له کبله تقريبا ۱۰۰ الوتنې لغوه شوې دي، په داسې حال کې چې د رېل تګ راتګ هم له خنډ او ځنډ سره مخامخ دی. د آلمان پوځ تر ټولو سختو ناورين ځپلو سيمو ته يوه غرنۍ قطعه لېږلې ده.
په پاريس کې چاودنه کې لږ تر لږه نهه تنه ژوبل شوي
د سهار له خوا د پاريس ښار مرکز کې يوې سختې چاودنې يوه نانوايي لړزولې ده. د رپوټونو په حواله په دې پېښه کې څلور تنه وژل شوي چې دوه په کې د اطفایې اور وژونکي دي. د پوليسو په حواله په دغه پېښه کې څو تنه ژوبل شوي هم دي. کېدای شي چاودنه د ګازو په نل کې يوه درز رامنځ ته کړې وي. د فرانسې د پلازمېنې پاريس د پوليسو يوې وياندې وويل چې په نهمه ناحيه کې رامنځ ته شوې چاودنه زوروره وه چې د اورلګېدنې سبب هم شوه.
په متدحده آيالاتو کې د ادارو تړلی حالت دوام لري
په متحده آيالاتو کې د بودجې په سر لانجه کې ولسمشر دونالد ترمپ د بېړني حالت له اعلانولو څخه فاصله نيولې ده. ولسمشر د ولس له استازو څخه وغوښتل چې د مکسيکو د سرحد په اوږدو کې د دېوال د جوړولو له پاره په مليارډونو ډالره په اختيار کې وکړي.د دغه جنجال په نتيجه کې د دسمبر مياشتې د ۲۲مې نېټې راهيسې ډېرې ادارې تړل شوې دي چې په زرګونو دولتي مامورينو ته معاشونه هم نه ورکول کيږي.
په بورکينافاسو کې ياغيانو ۱۲ تنه وژلي دي
شکمنو اسلاميستي ياغيانو د غربي افريقا په بورکينافاسو هېواد کې په يوه کلي بريد کړی او دولس تنه يې وژلي دي. د دغه هېواد د امنيت وزارت په شمال کې د ګاسېليکي په نوم کلي باندې د يوه تروريستي بريد خبره کوي چې ۳۰ تنه وسله والو پکې ګډون کړی دی. د ۱۲ وژل شوو کسانو تر څنګ څو تنه ټپيان شوي هم دي. سربېره پر دې شپږ دوکانونه او د غنمو ګدامونه هم تخريب شوي دي.