مهم خبرونه په متن او انځور کې
چارواکي: طالبانو په هرات کې ۱۴ سرتیري وژلي دي، په نړۍ کې د ترافیکي پيښو قربانیان نور هم ډیر شوي، په ترکیه کې بیا کسان نیول شوي دي...
چارواکي: طالبانو په هرات کې ۱۴ سرتیري وژلي دي
یوه افغان چارواکي ويلي دي چې په هرات کې د طالبانو په یوه برید کې ۱۴عسکر وژل شوي او ۲۱ نور برمته شوي دي. طالبانو دغه بريد د پنجشنبې په شپه په شینډنډ ولسوالۍ کې کړی دی. د هرات د ولایتي شورا غړي نجیب الله محبي ويلي دي چې د پنجشنبې په شپه (۲۰۱۸م کال د دسمبر میاشتې۶مه) وسله والو طالبانو په شینډنډ ولسوالۍ کې د پوځ پر دوو امنیتي پوستو یرغل کړی چې په پایله کې یې د ملي پوځ عسکرو ته یاده مرګ ژوبله اوښتې ده.
په نړۍ کې د ترافیکي پيښو قربانیان نور هم ډیر شوي
د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو اچ او) د معلوماتو له مخې هر کال کابو ۱،۴ میلیونه انسانان د ترافیکي پيښو په پایله کې خپل ژوند له لاسه ورکوي. زیاته شوې ده چې یو پر څلورمې برخې زیات قربانیان پلي تلونکي کسان او د بایسکل چلونکي دي. د روغتیا د نړیوال سازمان په وینا په ډیری هیوادونو کې د حقوقي مقرراتو کمښت دی چې د سړکونو پر سر تګ ډاډمنوي.
له یونان څخه په زرونو مهاجر په خپله خوښه بیرته خپلو ټاټوبو ته ستانه شوي
د روان میلادي کال له پیل راهیسې ۱۲۰۰۰ مهاجر له یونان څخه په خپله خوښه بیرته خپلو ټاټوبو ته ستانه شوي دي. د پولیسو په وینا یوازې په نومبر میاشت کې دغه شمیر زرو تنو ته رسیدی. زیاته شوې ده چې زیاتره دغه کسان د البانیا، عراق، ایران او ګورجستان هیوادونو ته ستانه شوي دي. د بیرته ستنیدو دغه بهیر د مهاجرت د نړیوال سازمان (آی او ام) سره د نزدې همکارۍ په ترڅ کې تر سره کیږي.
په ترکیه کې بیا کسان نیول شوي دي
په ترکیه کې د ګولن غورځنګ ډیر شکمن غړي نیول شوي دي. د ترکیې دولتي خبري آژانس آنادولو، رپوټ ورکړی دی چې په پلازمینه انقره کې ۴۱ تنه نیول شوي دي. زیاته شوې ده چې دغه کسان د ترکیې د هوایي ځواک پخواني غړي دي چې پرې د فتح الله ګولن غورځنګ سره د تړاو درلودلو تور پورې کیږي. د ترکیې حکومت پر ګولن باندې په ۲۰۱۶م کال کې د کودتا د هڅې تور پورې کوي.