مهم خبرونه په متن او انځور کې
چارواکي: برید کوونکي په مسجد کې په ډزو څلور تنه وژلي، روغتون ته د نواز شریف د انتقالولو غوښتنه، د ایران ولسمشر ته د ترمپ خبرداری
چارواکي: برید کوونکي په مسجد کې په ډزو څلور تنه وژلي
د یوه افغان چارواکي په وینا په ننګرهار ولایت کې یوه وسله وال په مسجد کې پر عبادت کوونکو باندې فیرونه کړي دي چې په پایله کې یې څلور تنه وژل شوي. د ننګرهار ولایت ویاند عطاالله خوږیاڼي په وینا د ملا امام په شمول په دغه پيښه کې درې تنه ټپیان شوي هم دي. پیښه په سرخرود ولسوالۍ کې د یکشنبې په ماښام رامنځ ته شوې ده. لا تر اوسه د برید پړه کومې ډلې پر غاړه نه ده اخیستي، خو طالبان او داعش دواړه هلته فعاله دي
روغتون ته د نواز شریف د انتقالولو غوښتنه
د پاکستان مسلم (ن) ګوند له چارواکو غوښتي دي چې د دغه ګوند مشر او پخوانی صدراعظم نواز شریف په سملاسي توګه روغتون ته انتقال کړي چې په خبره یې د هغه روغتیایي وضعیت خراب شوی دی. د دوشنبې په ورځ د مسلم لیګ ګوند ویاند پرویز رشید دغه څرګندونې په داسې مهال کړي چې په پام کې ډاکټران نواز شریف معانیه کړي. ویل شوي چې هغه د زړه ناروغي لري او په ۲۰۱۶م کال کې یې په لندن کې د زړه عملیات کړي وو.
د ایران ولسمشر ته د ترمپ خبرداری
د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ د ایران ولسمشر حسن روحاني ته د امریکا پر وړاندې د لفظي حملو څخه خبرداری ورکړی دی. ترمپ د خپل ټویټر په پیغام کې لیکلي دي: «هیڅکه بیا امریکا و نه ګواښي، که نه له داسې عواقبو سره به مخامخ شئ چې د تاریخ په اوږدو کې ورسره ډیر کم مخامخ شوي دي.» تر دې دمخه حسن روحاني د متحده ایالاتو ولسمشر ته د ایران پر وړاندې دښمني پالیسۍ په هکله خبرداری ورکړی وو.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر ښایي اسرائیل ته سفر وکړي
اټکل کیږي چې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سیرګي لاوروف به په اسرائیل کې د سوریې د کړکیچ په هکله خبرو کې برخه واخلي. دغه خبره د اسرائیل لومړي وزیر بینیامین نتن یاهو د کابینې د غونډې په پیل کې وکړه. د نتن یاهو په خبره د روسیې ولسمشر پوتین «څو ورځې تر مخه په یوه ملاقات کې له ما» دغه غوښتنه وکړه. زیاته شوې ده د روسیې لوی درستیز والري ګیراسیموف، به هم د دوشنبې په ورځ اسرائیل ته سفر وکړي.
په سلونو سوریایي کډوال له لبنانه خپل هیواد ته راستانه شوي
تر ۸۰۰ زیات سوریایي کډوال له لبنان څخه بیرته خپل هیواد ته ستانه شوي دي. د سوریې دولتي تلویزون د دوشنبې په ورځ د کالامون سیمې ته د دغه کاروان د رارسیدو رپوټ خپور کړی. دغو مهاجرو په تیرو کلونو کې د لبنان په شمال ختیځ ارسل سیمه کې ژوند کاوه. له دغه سیمې د جون میاشتې په وروستیو کې لا ترمخه ۱۰۰۰ تنه بیرته سوریې ته راستانه شوي وو.