مهم خبرونه په متن او انځور کې
هرات: د سلما بند پرانستل شو
افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د هند لومړي وزیر نریندرا مودي نن، شنبه په هرات ولایت کې د سلما د بریښنا بند افتتاح کړ. دا بند د هند په مالي مرسته د ۳۰۰ ملیون امریکايي ډالرو په لګښت جوړ شوې دی. د دې بند د جوړولو چارې په څو ځلي د امنیتي دلایلو په اساس ځنډول شوې وو. د سلما بریښنا بند به د ۴۲ میګاواته بریښنا د جوړولو ترڅنګ ۷۵ زره هتکاره ځمکه هم خړوبوي.
مشهور بوکسر محمد علي د ۷۴ کلنې په عمر ومړ
د نړۍ مشهور بوکسر محمد علي کلې د ۷۴ کالو په عمر مړ شوی. د نوموړي د کورنۍ یوه ویاند وویل چې ده د امریکا د اریزونا ایالت د فونیکس ښار یوه روغتون کې سا ورکړه. محمد علي د پنجشنبې په ورځ د تنفسي ستونزې له امله روغتون ته وړل شوی وو. دی چې د ۳۲ کالو راهیسې په پارکینسون مرض اخته وو په درانه وزن کې یې درې ځله قهرماني خپله کړی وو. محمد علي د منځني وزن د اولمپیک کټونکی هم وو.
میرکل د برینر د پاټک د بندولو څخه خبرداری ورکړ
د آلمان صدراعظمې انګلا میرکل په اېتالیا کې د مهاجر مخ پر زیاتیدونکي شمیر ته په کتو سره د غبرګون په توګه د اتریش د برینر سرحدي پاټک د بندولو څخه خبرداری ورکړی. نوموړې وویل : «دا باید دومره ساده نه وي. که نه نو بیا به اروپا ویجاړه وي.» نوموړې یو ځل بیا ټینګار وکړ چې د دې اړتیا ده چې د اروپا باندنۍ پولې خوندي او په دې توګه د اروپايي اتحادیې خپل منځني د تګ راتګ آزادي وساتله شي.
فعالان وايي د سوریې پوځ رقه ته داخل شوی
د فعالانو په حواله د سوریې پوځ د ۲۰۱۴م کال د اګست راهیسې په لومړي ځل شمالي ایالت رقه ته داخل شوی. د بشري حقونو د څار سوریايي ټولنې ویلي چې حکومتي ځواکونو د روسیې د هوايي بریدونو په مرسته دغه پرمختګ کړی. د رقه ایالت او چې مرکزي ښار یې هم رقه نومیږي، په سوریه کې د افراطي ډلې «اسلامي دولت» پوخ سنګر دی. رقه کردي او عربي قطعاتو د هغو تهاجمي عملیاتو هدف هم دی چې د ترهګرۍ ضد نړیوال ائتلاف یې ملاتړ کوي.
امریکا چین ته د ملکیت په لانجه کې د منزوي کیدو څخه خبرداری ورکړ
امریکاچین ته د چین په جنوبي سمندرګي کې د پوځي چلند له کبله د منزوي کیدو څخه خبرداری ورکړی. په سنګاپور کې د امنیتي کنفرانس پر وخت د دفاع وزیر اشتون کارتر وویل چې په داسې حال کې چې د سیمې هیوادونه د نزدې کیدو په حال کې دي، چین د سیمو د ملکیت د عوو له امله د یوه «ستر دیوال » سره ځان منزوي کوي. نوموړي چین ته خبرداری ورکړ چې امریکا او نور هیوادونه د دغه هیواد پر ضد پر اقداماتو مجبور نه کړي.
د کرواسیا حکومت منحل شوی
د کرواسیا حکومت واک ته تر رسیدو یوازې پنځه میاشتې وورسته له منځه تللې. ستر حکومتي ګوند «ایچ ډي زیډ» لومړي وزیر تیخومیر اوریشکوویچ له حمایت څخه لاس اخیستی. په زغرب کې د ګوند مشر او مرستیال لومړي وزیر تومسلاو کارامارکو وویل چې اوریشکوویچ د ده د ګوند ملاتړ نور له ځان سره نه لري. نوموړي زیاته کړه چې په راتلونکي کې به هم له اصلاح غوښتونکي ګوند «موست» سره هیڅ همکاري ونه کړي.
پولنډ غواړي د خپلو عسکرو شمیر زیات کړي
د روسیې له خوا د ویرې له کبله د پولنډ حکومت په پام کې لري د خپلو ځواکونو شمیر لوړ کړي. د دفاع وزیر انتوني ماچیریوویچ وویل چې امنیتي ځواکونو شمیر به په راتلونکي کال کې د ۱۰۰ زرو څخه ۱۵۰ زرو عسکرو ته لوړ کړل شي. زیاته شوې چې هغه ملکي کسان به پوځ ته جلب کړل شي چې پوځي روزنه ترسره کړي وي. د اوکراین کړکیچ له پیل راهیسې په پولند کې د ولسي ساتونکو او نیمه پوځي ډلو شمیر ډیر زیات شوی دی.