مهم خبرونه په متن او انځور کې
دېميزير د استخباراتي همکارۍ غځول غواړي
د آلمان د کورنيو چارو وزير، توماس دېميزير په مونشن کې د ترهګرۍ له خبرداري څخه وروسته له بهرنيو استخباراتي څانګو سره د همکارۍ غځولو پلويتوب کوي. دېميزير د «بيلد» ورځپاڼې ته وويل چې د حاکم ترينګلي امنيتي وضعيت له کبله «بايد لا زيات د نورو هېوادونو له امنيتي ادارو سره جوخته همکاري وشي.» د مونشن ښار پوليسو د نوي کال په شپه خبرداری ورکړی او په دې ترتيب ممکنه بريدونو ته غبرګون ښکاره کړی و.
په تل ابيب کې په يو بار باندې بريد، په بريدګر پسې لټون روان دی
اسرائيلي ځانګړي ځواکونه په تل ابيب ښار کې په يو بار باندې تر بريد وروسته په عامل پسې ګرځي. بريدکوونکي د نوي کال په شپه په دغه بار کې پر حاضرو مېلمنو باندې ډزې پيل کړې او دوه انسانان وژلي ول. اسرائيلي پوليسو ويلي دي چې لږ تر لږه اوو نور انسانان ژوبل شوي هم دي. ويل کيږي چې بريدکوونکی عرب دی چې اسرائيلي تابعيت لري. د دغې خونړۍ پېښې لامل لا ناڅرګند پاتې دی.
په پوليسو د بريد هڅه کوونکی په ډزو ټپي شوی دی
د فرانسې په والنس ښار کې عسکرو د لوی مسجد د مخه په يو سړي باندې ډزې وکړې چې په هغوی يې خپل موټر ورزغلاوه. د چارواکو په خبره موټروان سخت ټپي شو او يو له څلورو عسکرو او يو مسلمان لاروی هم زخميان شوي دي. د فرانسې د دفاع او کورنيو چارو وزيرانو، لې دْريان او کازنېوف ويلي دي چې د دغه سړي ټپونه «سخت، خو ژوند ګواښونکي» نه دي. د مسجد امام ويلي دي چې دغه سړی مغرب الاصله دی.
د هند پر يوې هوايي اډې باندې بريد شپږ انسانان وژلي دي
د هند په پنجاب آيالت کې د هوايي ځواک پر يوې اډې باندې په بريد کې څلور وسله وال بريدکوونکي او د هوايي ځواک دوه غړي وژل شوي دي. پنځه عسکر ټپيان شوي هم دي. لکه څنګه چې د هند وسله والو ځواکونو ويلي دي، د مشکوکو تندلارو يوې ډلې د هند او پاکستان پولې ته څېرمه پر پرتې اډې باندې بريد کړی دی چې ښايي نښتې لا دوام لري. بريدکوونکي ښايي په پاکستان کې مېشتې پر جيش محمد ډلې پورې اړه ولري.
سعودي عربستان ۴۷ انسانان د ترهګرۍ په تور اعدام کړل
سعودي عربستان ۴۷ انسانان د تروريزم په تور اعدام کړي دي. اکثريت اعدام شوي کسان د القاعده تروريستي سازمان په بريدونو کې د ګډون له کبله په مرګ محکوم شوي ول. دغه خبره د کورنيو چارو وزارت په رياض کې کړې ده. په اعدام شويو کسانو کې مشهور شعيه مذهبه روحاني، نِمر النِمر هم راځي. هغه په ۲۰۱۲ کال کې نيول شوی و ځکه چې د شعيه اقليت له پاره يې په سعودي عربستان کې زيات حقونه غوښتي ول.
په سوماليا کې ځانمرګي بريد مرګژوبله اړولې ده
د سوماليا په پلازمېنه موګاديشو کې په يو رستورانت باندې په بريد کې لږ تر لږه درې انسانان وژل شوي دي. دغه خبره پوليسو کړې ده. يو سړی چې د يو سوداګر په څېر دريشي يې اغوستې وه، د چاودېدونکي واسکټ له لارې چاودنې رامنځ ته کړې ده. دا په دغه رستورانت باندې دريم دا ډول بريد دی. په سوماليا کې د الشباب تندلاری سازمان تل دا شان بريدونه تر سره کوي.