مهم خبرونه په متن او انځور کي
د اروپايي اتحاديې او ترکيې سرمشريزه په مارچ کي جوړه سي
اروپايي اتحاديې په پام کي لري چي په مارچ مياشته کي د ترکيې سره د پناه غوښتونکو د بحران په تړاو سرمشريزه جوړه کړي. دا خبره د اتحاديې د شورا رئيس دونلد توسک په بروکسل کي وکړه. نوموړي ويلي چي د ترکيې سره د خبرو اترو بنسټ به هغه پلان وي چي په نوامبر کي ورباندي تفاهم سوی ؤ. د دغه پلان له مخي به اروپايي اتحاديه د سوريايي پناه غوښتونکو له پاره ترکيې ته درې مليارده يورو ورکوي.
امريکا په سوريه کي د جګړو پر سيمو د روسيې سره تفاهم تائيد کړ
د امريکا متحده ايالاتو ويلي چي له روسيې څخه يې هيله کړې چي د سوريې په شمال کي پر ځانګړو سيمو دي بريدونه نه کوي. د پنټاګون وياند پېټر کوک ويلي دي چي دا هغه سيمي دي چيري چي ځانګړي امريکايي قوتونه د سوريايانو سره په ګډه د «اسلامي دولت» په نوم ډلې يا داعش سره جګړه کوي. وياند ويلي چي روسيې دغه هيله عملي کړې ده. خو نوموړي نور جزيات نه دي په ډاګه کړي.
اسرائيلي عسکر د چړو په بريد کي ووژل سو
و رام الله ته نژدې يو اسرائيلي عسکر د فلسطيني ځوانانو د چړو په بريد کي وژل سوی دی او يو بل کس ژوبل سوی دی. پوليسو ويلي چي بريد کوونکي د يو مسلح ملکي کس له خوا په ډزو وژل سوي دي. د فلسطيني منابعو په وينا بريد کوونکي دوه ۱۴ کلن هلکان ول. د وژل سوي اسرائيلي عمر ۲۱ کاله بلل سوی دی.
په سويلي سوډان کي د ملګرو ملتونو په کمپ کي مرګ ژوبله رامنځ ته سوه
په سويلي سوډان کي د ملکيانو له پاره د ملګرو ملتونو په يو کمپ کي د نښتو له کبله لږ تر لږه ۱۸ انسانان وژل سوي دي. بې پولي ډاکټرانو ويلي دي چي په دغه پېښه کي په ډزو د ژوبل سوو ۲۵ کسانو درملنه پېل سوې ده. د ملګرو ملتونو د امنيتي ماموريت له خوا ويل سوي چي دغه مرګ ژوبله هغه وخت رامنځ ته سوه کله چي د دينکا او شيلوک قبايلو د ملاکا په دغه کمپ کي يو پر بل د چړو او نورو وسلو په مرسته بريد وکړ.
متحده ايالاتو د شمالي کوريا پر ضد بنديزونه لا سخت کړل
د شمالي کوريا له خوا د اټومي او توغنديو د ازموينو وروسته اوس د دغه کمونستي هيواد پر ضد د امريکا د متحده ايالاتو لا سخت اقتصادي بنديزونه پېل سول. سپيني ماڼۍ ويلي چي ولسمشر باراک اوباما په دې تړاو ځانګړي قوانين لاسليک کړي دي. د دغو نوو بنديزونه مقصد د شمالي کوريا د رژيم اقتصادي منابع وچول دي.
يورو پول وايي په اروپا کي د ترهګرۍ ګواښ ډېر زيات سوی دی
د اروپايي پوليسو ادارې يوروپول وايي چي په اروپا کي د داعش د بريدونو ګواښ ډېر زيات دی. د يادي ادارې رئيس روب واين ورايت ويلي چي داسي انتظار کيږي چي داعش به په اروپا کي يو چيري بريد تر سره کړي. د هغه په وينا د دغه بريد مقصد به «د زيات شمېر انسانانو وژل وي.» يادي ادارې ويلي چي د پاريس بريدونو وښودل چي د داعش د بريدونو ګواښ نړيوال بعد خپل کړی دی.