مهم خبرونه په متن او انځورونو کي
امريکايي ځواکونو په هلمند کي بمبارۍ وکړې
د امريکا د متحده ايالاتو د پوځ جنګي الوتکو د افغانستان په هلمند ولايت کي د طالبانو پر ضد بمبارۍ کړي دي. ناټو د پنجشنبې په ورځ وويل چي «امريکايي قواوو د دسامبر په ۲۳مه نېټه د سنګين په ولسوالي کي دوه هوايي بريدونه وکړل.» دا په داسي حال کي ده چي طالبانو د چهارشنبې په ورځ ويلي ول چي د سنګين ولسوالۍ د مرکز تر څنګ يې د پوليسو قومندانۍ او اداري دفاتر تر خپل کنټرول لاندي راوستلي دي.
د سوريې حکومت خبرو اترو ته چمتو والی ښودلی دی
د سوريې حکومت وايي چي د حزب اختلاف د ډلو سره د سولي د خبرو اترو ته چمتو دی. د سوريې د بهرنيو چارو وزير وليد معلم د چين د بهرنيو چارو د وزير وانګ يي سره په بيجينګ کي د ملاقات وروسته دا څرګندونې وکړې. نوموړي وويل چي « په ژينيف کي د سوريې د ذي دخيلو ډلو تر منځ به په داسو خبرو اترو کي چي د بهرنيانو لاسوهنه پکښي نه وي، برخه واخلي.»
سعودي: په روغتون کي اورلګېدنې ۳۱ انسانان ووژل
د سعودي عربستان په سويل لوېديځ کي په يو روغتون کي د اورلګېدنې له کبله ۳۱ انسانان وژل سوي دي. د دغه هيواد د ملکي ساتني ادارې ويلي دي چي په دغه پېښه کي تر ۱۰۰ څخه زيات نور انسانان ژوبل سوي هم دي. زياته سوې چي دغه اور د روغتون په اضطراري روغتيايي څانګه کي لګېدلی او وروسته يې لمن د ماشوم زېږدنې و مرکز ته هم پراخه سوې ده. د اورلګېدنې لامل لا تر اوسه نه دی معلوم سوی.
گاوک د مهاجرينو د جروبحثونو د قطبي کولو څخه خبرداری ورکړی دی
د المان جمهوررييس یوآخیم ګاوک د مسيحيانو د کرسمس اختر په خپله عنعنوي بیانیه کي سږکال د مهاجرينو د بحران موضوع طرحه کړې ده. نوموړي د مهاجرينو د جروبحثونو د قطبي کولو څخه خبرداری ورکړی دی. گاوک د خپلي بیانیې په متن کي ویلي دي، چي په گډه سره به جرمنيان ددغې موضوع دپاره یو حل پیدا کړي. د هغه په وينا داسي يو حل چي د اخلاقي نورمونو مطابق وي او اجتماعي اتحاد ته تاوان ونه رسوي.
اروپايي ټولني پولینډ ته پر قانون ولاړ دولت د کمزوره کولو څخه خبرداری ورکړی دی
د اروپايي ټولني د کمیسارۍ لخوا د پولینډ پر ښې اړخي حکومت باندي د ستري محکمې د نوي تنظیمولو له پاره د نوي قانون پر تصويبولو باندي سخت انتقاد سوی دی. ډیرو الماني رسنیو رپوټ ورکړی دی، چي د اروپايي ټولني د کمیسارۍ مرستیال فرانس ټیمرمن په یوه لیک کي د وارسا د خارجه او عدلیې وزارتو څخه غوښتي دي، چي د قضأ بې طرفي باید وساتل سي.
د ملګروملتو امنيت شورا د لیبیا د سولي د پروسې څخه ملاتړ کوي
د ملګروملتو د امنيت شورا د لیبیا د سولي د پروسې څخه د ملاتړ پخاطر یو پریکړه لیک تصویب کړ. د رایو په اتفاق سره تصویب سوې اعلامیه کي د یوه واحد حکومت د جوړولو له پلان څخه هرکلی سوی دی. دغه ډول یو پلان ذیدخيلو دښمنو اړخونو تیره پنجشنبه په مراکش کي امضأ کړ. د لیبیا د پخواني واکمن معمر القضافي تر لیري کولو څلور کاله وروسته هم دغه هیواد ډیر عمیق سره تقسیم دی.