مهم خبرونه په انځورونو کي
د مهاجرو په برخه کې له بریتانيا او فرانسې سره مرسته
د بریتانیا او فرانسې ترمنځ په یورو تونل کې د مهاجرو مشکل ته په کتو سره اروپايي کمېسیون له واړو هیوادونو سره د مرستي ژمنه کړې ده. د دغه کمېسیون د مهاجرت د برخي کمیسار دیمیترس اوراموپولوس وویل چې پر دغه مشکل د لاس بري له پاره به فرانسې ته د اروپايي ټولنې له صندوق څخه ۲۰ ميلیونه یورو ورکړل شي. د فرانسې له کالي ښاره د یورو تونل له لاري دمگړۍ هره ورځ په لسونو انسانان بریتانيا ته د اوښتلو هڅه کوي.
کرواسیا او صربستان د خپل منځي جگړې د پای یادون وکړ
کرواسیا او صربستان شل کاله دمخه د کرواسیا د جگړې د پای یادون وکړ. په داسې حال کې چې د کرواسیا په پلازمېنه زاگرب کې د یوه پوځي پرېټ په تر سره کولو سره دغه کامیاب «تهاجمي علمیات» ولمانځل شول، په صربستان بيا د دغي جگړې د قربانیانو یادونه وکړل. د بلگراد په خبره په دغو عملیاتو او تر هغه وروسته ۲۵۰۰ په خټه صربيان ووژل شول. جگړه په ۱۹۹۱م کال کې هله پیل شوه چې کرواسیا له یوگوسلاویه څخه خپلواکي اعلان کړه.
په هند کې د اورگاډو ټکر ۲۴ انسانان ووژل
د هند په مدهیا پردیش ایالت کې د دوو اورگاډو د ټکر له امله نزدې ۲۴ انسانان وژل شوي او تر ۴۰۰ زيات ټپيان شوي دي دي. دغه پېښه د هغو دوو اور گاډو د ټکر په نتیجه کې رامنځ ته شوه چې یو له ممبی څخه دې ښار ته روان وو او بل د ممبي پر لور روان وو. دواړه ریلونه د یوه پل پر سر تقریباً په یوه ځای کې د پټلۍ څخه وتلي، ځکه د سختو بارانونو له امله پټلۍ تر اوبو لاندي شوي وې.
بوکو حرام په کامیرون کې ۹ انسانان وژلي
په کامیرون کې د افراطي ډلې بوکو حرام له خوا یوه احتمالي یرغل ۹ انسانان وژلي دي. د هیواد په شمال کې پر دوو کلیو د یرغل پر وخت دغه وسله والو ۱۰۰ تنه له ځان سره بیولي دي. د عیني شاهدانو له خوا ویل شوي دي چې وسله وال بیرته نایجیریا ته تښتیدلي دي. په تیرو میاشتو کې بوکو حرام په سرحدي سیمه کې د ځانمرگو بریدونو په یوه لړۍ کې ډېر انسانان ووژل.
اسرائیلي پولیسو د افراطیانو پر ضد جدي اقدامات پيل کړي
د افراطي یهودانو په یوه احتمالي برید کې د یوه فلسطیني ماشوم تر وژل کیدو وروسته اسرائیلي چارواکو د یوه بل شکمن تن د نیولو خبر ورکړ. د اسرائیلو د کورنيو استخباراتو یوې ویاندې وویل چې دغه کس له یوې افراطي ډلې سره د تړاو په شک نیول شوی دی. د يوه فلسطيني کور ته تر اور اچوني وروسته، اسرائیلي پولیسو د افراطیانو پر ضد جدي اقدامات پيل کړي.