مهم خبرونه له متن او نځور سره
جي - ۷، روسیې ته د نوو بندیزونو گواښ کړی دی
د نړۍ پرمختللو اوو صنعتونو هیوادونو چې د جي - ۷، په نوم هم یادیږي روسیې ته د نوو بندیزونو گواښ کړی دی، که چیرې د اوکراین په ختیځ کې د کړکیچ په ختمولو کې ونډه وا نه اخلي. د جاپان په ایسه شیما سیمه کې د دغه سرمشریزي په یوه اعلامیه کې راغلي دي چې پرمختلي صنعتي هیوادونه چمتو دي چې «د روسیې پيټې لاپسې دروند کړي، که چیرې اړتیا ورته وشي.»
اوباما د اتومي وسلو د له منځه وړلو له پاره غږ وکړ
بارک اوباما د متحدو ایالاتو هغه برحاله لومړنی ولسمشر دی چې د جاپان د هیرو شیما له ښار څخه یې لیدنه وکړه، کوم چې د ۱۹۴۵م کال د اگست میاشتې په شپږمه نېټه د یوه امریکایي اتوم بمب له کبله خاوره او ایره شوی وو. د سولې پارک کې چې هغه مهال پکښې چاودنې شوې وه، بارک اوباما د قربانیانو د یادون له پاره د گلونو گېډۍ کښیوده.
کردي او عرپ ملیشې د رقه ښار پر لور د پرمختگ په حال کې دي
د سوریې په رقه ولایت کې د تهاجمي حملو په ترڅ کې کردي او عرب ملیشو پرمختگ کړی دی. د سوریې د دیموکراتیک ځواک په نوم د ملیشې یوه قوماندان د فرانس پرس خبري آژانس ته ویلي دي چې د رقه ښار پر لور د مارش په ترڅ کې یې پنځه کلي او ډیره سیمه نیولې ده. د رقه ښار د افراطي ډلې «اسلامي دولت» یا داعش مرکز گڼل کیږي. د دغه قوماندان په خبره چې د جگړې لومړۍ کرښه له رقه څخه ۶۰ کیلومتره وړاندې ده.
د فرانسې صنفي اتحادیې د نوو احتجاجونو اعلان کړی دی
د فرانسې صنفي اتحادیې د څو ورځو له پاره د تیلو د زیرمو د کلابندۍ وروسته د خپلو احتجاجونو د لمن د پراخیدو اعلان کړی دی. هغوی د کار په بازار کې د حکومتي اصلاحاتو پر ضد احتجاج پیل کړی دی. د فرانسې صنفې اتحادیې او نورو اتحادیو غوښتنه کړې ده چې هره ورځ باید په تحرک کې نوی جدیت راوستل شي. د تیلو د زیرمو او تصفیه خانو مخې ته احتجاج د تیلو ټانکونو کې د پترولو او ډیزلو د کمي سبب شوی دی.
په مهاجر کمپ کې د رامنځ ته شوي آخ او ډب په هکله څیړنې کیږي
د فرانسې په کالې کې د مهاجرو په کمپ کې د سخت او آخ ډب وروسته چې ۴۰ تنه پکښې ټپیان شوي دي اوس د فرانسې قضا پلټنې پیل کړي دي. لوی څارنوال د جمعې په ورځ د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چې د یوه «وسله وال تاوتریخوالي» په هکله پلټنې کیږي. د رپوټونو له مخې د دوشنبې په ورځ د افغانستان او سوډان د شا او خوا ۲۰۰ مهاجرو ترمنځ په کمپ کې چې د ځنگل په نامه مشهور دی آخ او ډب رامنځ ته شوی دی.