مهم خبرونه له متن او انځور سره
مهم خبرونه له متن او انځور سره
د جلال آباد برید د پنځو بریدگرو په وژلو پای ته ورسید
په جلال آباد ښار کې د هند پر کونسلگرۍ باندې د موټر بم چاودنې د برید په هڅه کې د افغان چارواکو په وینا دوه ملکي کسان وژل شوي او نور ۱۹ ټپیان دي. د ننگرهار د والي ویاند عطا الله خوږیاڼي ویلي دي چې پنځه واړه سره برید کوونکي هم وژل شوي دي. د اسوشیتد پرس خبري آژانس په کابل کې د هند د سفارت د یوه چارواکي انیل کمار، له قوله ویلي دي چې د کونسلگرۍ ټولې عملې ته هیڅ کوم زیان نه دی رسیدلی.
په افغانستان کې د ناټو نوي قوماندان په کار پېل وکړ
په افغانستان کې د ناټو د «پریکړن ملاتړ» نومې ماموریت او د امریکایي ځواکونو نوي قوماندان خپله دنده پیل کړه. امریکایي جنرال جان نیکولسن نن د چهارشنبې په ورځ په کابل کې په یو لړ رسمي مراسمو کې د خپل پخواني سلف جنرال کمپبل څخه قومانده تر لاسه کړه. نیکولسن د افغانستان په هکله تجربه لري. هغه تر مخه درې وارې په افغانستان کې دنده تر سره کړې ده.
د مهاجرو پر کړکیچ د برلاس توب له پاره د مرستو وړاندیز
د مهاجرو د چارو له پاره د اروپايي اتحادیې کمېسار نن په بروکسل کې وړاندیز کړی دی چې د مهاجرو پر کړکیچ د برلاس توب له پاره د یونان په څیر هیوادونو ته په راتلونکو درو کلونو کې ۷۰۰ میلیونه یورو ورکړل شي. کمېسار کریستوس سټې لیندس، وویل چې د احتمال په صورت کې ۳۰۰ میلیونه یورو په روان کال کې دغو هیوادونو ته ورکړل شي.
ټرمپ او کلنټن د سه شنبې د ورځې ټاکنو کې مخکې دي
له جمهوري غوښتونکو څخه ډونلډ ټرمپ او له دیموکراتانو څخه هیلري کلنټن په اصطلاح د «سوپر ټیوز ډی» په گوندي ټاکنو کې د امریکا متحدو ایالاتو ولسمشریزو ټاکنو ته خپله کاندیداتوري نوره هم پیاوړې کړه. د امریکایي تلویزوني چینلونو د رپوټونو په حواله د مقدماتي ټاکنو د پایلو له مخې هیلري کلنټن او ټرمب په اوو ایالاتونو کې مخکي دي
له آلمان سره په سوداگرۍ کې د فرانسې ځای امریکا نیولی
د څلورو لسیزو وروسته د لومړي ځل له پاره د آلمان د مهم تجارتي شریک په توگه د فرانسې ځای امریکا متحدو ایالاتو نیولی دی. په ویس باډن کې د آلمان د احصایې فدرالي ادارې د معلوماتو له مخې په ۲۰۱۵م کال کې د آلمان او امریکا متحدو ایالاتو تر منځ راکړه ورکړه ۱۷۳،۲ میلیارده یورو وه او د فرانسې او آلمان تر منځ بیا ۱۷۰،۱میلیارد وه.
مقدونیا له یونان سره پر پوله د خپلو ځواکونو شمیر ډیر کړی
مقدونیا له یونان سره پر پوله د مهاجرو پر وړاندې د اوښکي بهوونکي گاز څخه د کار اخیستو وروسته اوس اضافي عسکر هم گمارلي دي. د دغه هیواد د پوځ ویاند د فرانس پرس خبري آژانس ته ویلي دي چې «د ځواکونو شمیر زیات کړای شوی دی، څو د پوله ساتونکو پولیسو ملاتړ وشي.» د پولیسو یوې ویاندې هم ویلي دي چې د دوشنبې د ورځې د پیښو وروسته د یوه مخه نیونکي اقدام په توگه د پولیسو په حضور کې ډیروالی راوستل شوی دی.