مهم خبرونه له متن او انځور سره
مهم خبرونه له متن او انځور سره
ترکيې د سوريې کردی ملیشه د انقرې برید مسووله بللې
د ترکيې حکومت منع سوی کردي کارگر سازمان پي کې کې، او د سوريې کردي ملیشه د انقرې د برید له پاره مسووله بللې ده. په دغه برید کي ۲۸ انسانان وژل سوي او ۶۱ نور ټپیان سوي دي. خو دواړو سازمانو دغه تور رد کړی دی. د ترکیې صدراعظم احمد داود اغلو ویلي دي چي برید کوونکی یو سوریایي کردی دی.
پر روغتیايي مرکز د عملیاتو په ترڅ کې درې تنه وژل شوي
د سویډن کمیټې ویلي دي چې د میدان وردک ولایت کې د دوی پر یوه روغتون د افغان ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې دری تنه وژل شوي دي. همداشان په غزني ولایت کې د سره صلیب نړیوالې کمیټې پنځه کارکونکي تښتول شوي دي. د سویډن کمیتې پر خپله انټرنټ پاڼه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې د میدان وردک ولایت په تنگي سیدان سیمه کې د امنیتي ځواکونو له خوا د دوی یو روغتیایي کلینیک په نښه شوې دی.
کولن: د یوه کمپ مهاجرو پر امنیتي پرسونل تورونه لگولي
د کولن د یوه کمپ مهاجرود یوې ورځپاڼې په حواله پر امنیتي پرسونل باندي د جنسي زهیرونې تورونه لگولي دي. د کولن یوې ورځپاڼي په خپله انټرنیټ پاڼه کي لیکلي دي، چي مهاجرو ښځو په یوه لیک کي پر امنیتي کارکونکو باندي د جنسي زهیروني تورونه لگولي دي. په خط کي راغلي چي مهاجرې ښځي د حمام او کوچني ته د شیدو ورکولو پر وخت فلمبرادري سوي، عکسونه یې اخیستل سوي او د امنیتي پرسونل له خوا جنسي غوښتني ورڅخه سوي دي.
بارک اوباما کیوبا ته سفر کوي
تر ۸۸ کالو وروسته د امريکا متحده ايالاتو د لومړني جمهوررئيس په توگه به بارک اوباما په مارچ میاشتي کي کیوبا ته سفر وکړي. ډیرو رسنیو د نه نومول سوو منابعو په حواله لیکلي دي، چي سپینه ماڼۍ به همدا نن پنجشنبه کیوبا ته د جمهور رئيس سفر رسمأ اعلان کړي. زیایته سوي ده چې کیوبا به د جنوبي امریکا د اوباما د سفر یوه برخه وي .
اتریش د ورځي یوازې ۸۰ مهاجر مني
اتریش د مهاجرو په بحران کي د اروپايي ټولني تر سرمشریزي لږ دمخه د ورځې د یوه معین حد مهاجرو په نیولو سره یو ښکاره زیگنال ورکړی دی. لکه څرنگه چي حکومت خبر ورکړی دی، د جمعې له ورځي څخه به اتریش د ورځي یوازې ۸۰ مهاجرين مني او نورو هیوادو ته به تر ۳۲۰۰ اضافه کسان نه ورپرېږدي. د اتریش صدراعظم ویرنر فایمن همدارانگه د جرمني له صدراعظمې انګيلا ميرکل څخه هم غوښتي دي چي د مهاجرو له پاره یو معین حد وټاکي.