مهم خبرونه له متن او انځور سره
د آژه په سمندرگي کې بیا د مهاجرو کښتۍ ډوبه شوې
د آژه په سمندرگي کې د یونان ساحل ته څیرمه نن د چهارشنبې په ورځ د مهاجرو د یوې کښتۍ د ډوبیدو له کبله لږ تر لږه اووه تنه وژل شوي دي. یوې یونانۍ راډیو د ساحلي څارونکو له قوله رپوټ ورکړی دی چې په وژل شوو کسانو کې دوه ماشومان هم شته. خو دا خبره لا نامعلومه ده چې په کښتۍ کې څو تنه سپاره ول. همداشان د یونان لیزباس او خیوس ټاپوگانو ته څیرمه ساحلي څارونکي پر دې توانیدلي دي چې ۱۶۴ مهاجر وژغوري.
«له پاکستان سره د کډوالو د بیرته ستنولو په برخه کې ستونزې شته»
د مهاجرو د بیرته ستنولو په برخه کې د اروپایي اتحادیې کمېسیون له پاکستان سره د همکارې د نشتوالي له کبله شکایت کړی دی او د جزایي اقداماتو گواښ یې کړی دی. د دغې کمېسیون ویاندې د سه شنبې په ورځ په بروکسل کې ویلي دي چې «له دې سره سره، چې په دې هکله خبرې اترې تر سره شوې وې، خو موږ دا خبره تشخیص کړې ده چې د کډوالو د بیرته ستنولو د تړون په برخه کې ستونزې شته.»
جان کیري: شمالي کوریا «نړۍ ته یو گواښ دی»
د امریکا متحدو ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کیري له چین سره د شمالي کوریا د اتومي پروگرام په هکله د ملگرو ملتونو پر یوې مسودې باندې د گډ کار له پاره توافق ته رسیدلی دی. په پیکینگ کې جان کیري له خپل چینایي سیال ونگ یي سره تر لیدنې کتنې وروسته ویلي دي چې د پيونگ یانگ رژیم «د نړۍ له پاره یو گواښ دی.»
په آلمان کې د هولوکاست یادون وشو
نن د آلمان په ډیری ځایونو کې د ناسیونال سوسیالیزم د قربانیانو یادون کیږي. د آلمان په پارلمان یا بوندستاگ کې هم په دې هکله د یادون یوه غونډه تر سره شوه چې روت کلوگر ورته وینا وکړه. دغه ۸۴ کلنه په اوشویتڅ کې د تجمع د کمپ ژوندی پاتی شوی کس دی. اوشویتڅ په پولنډ کې د یهودیانو د ربړونې او وژنې د تجمع یو کمپ وو چې د نازیانو له خوا جوړ شوی وو.
اوباما له زیکا ویروس سره د مبارزې له پاره غږ کړی دی
د امریکا متحدو ایالاتو ولسمشر بارک اوباما له روغتیايي کارپوهانو سره د ملاقات پر مهال د زیکا، ویروس په هکله د څیړنو په برخه کې د لا زیار ایستلو له پاره غږ کړی دی..وباما زیاته کړې ده چې یوه ښه تشخیص ته اړتیا ده چې باید د واکسین او درملنې په برخه کې پرمختگ رامنځ ته کړی شي. د روغتیا نړیوال سازمان یا WHO د امریکا په ټوله قاره کې د دغې ویروس د پراخیدو په هکله خبرداری ورکړی دی.
بنگله دیش جنوبي افریقا ته ماتې ورکړه
د کرکیټ تر ۱۹ کلونو د ټیټ عمر لرونکو لوبغاړو د نړیوال جام سیالیو په یوه لوبه کې بنگله دیش جنوبي افریقا ته ماته ورکړه. لومړی توپ وهنه بنگله دیش وکړه او په ۵۰ اورونو کې یې د اووه لوبغاړو په سوځیدو ۲۴۰ منډې وکړې. په ځواب کې جنوبي افریقا چې تیر نړیوال جام یې گټلی وو ټوله لوبډله په ۴۹ اوور کې د ۱۹۷ منډو په جوړیدو وسوځیده. تر دې د مخه په یوه بله لوبه کې انگلستان، فیجي هیواد ته په ۲۹۹ منډو ماتې ورکړه.