مهم خبرونه له متن او انځور سره
په پاکستان کي پر پوهنتون د برید ویر
تیره ورځ پیښور ته څیرمه پر باچا خان پوهنتون، باندې د وسله والو طالبانو په یوه برید کې د وژل شوو کسانو شمیر ۲۱ تنو ته لوړ شوی دی. د پیښور د لیډي ریډنگ روغتون یوه ډاکټر ویلي دي چې د شپې یوه بل محصل د خپلو ټپونو له کبله ساه ورکړه. زیاته شوې ده چې له شلو ټپیانو څخه دوه تنه په خراب روغتیایي حالت کې دي. په عین وخت کې پاکستان نن د پنجشنبې ورځ د دغې پیښې له کبله د ویر ورځ اعلان کړې ده.
«امریکایي ځواکونه په داعش د بمبارۍ اجازه لري»
امریکایي پوځ په افغانستان کې د افراطي ډلې «اسلامي دولت» پر وړاندې د بریدونو اجازه تر لاسه کړې ده. د «سټارز او سټرایپس» په نوم پوځي مجلې تیره شپه په خپل یوه رپوټ کې لیکلي دي چې په دې تړاو تیره اوونۍ نوي قوانین تصویب شوي دي. زیاته شوې ده چې امریکایي قوماندانان اوس کولای شي چې د «اسلامي دولت» پر وړاندې پر اقداماتو لاس پورې کړي.
نړیوالو سازمانونو د سوریې د کورنۍ جگړې د ختمولو غوښتنه کړې
د نړۍ تر ټولو سترو بشري سازمانو یوه نړیواله غوښتنه پیل کړې ده، چې په شریکه د سوریې جگړې د ختمولو غوښتنه وشي. په دغه غوښتنه کې کابو سل مرستندویه سازمانونه ونډه ولري چې پکښې پر نورو سربیره د سره صلیب نړیواله کمېټه، اکسفام، ورلډ ویژن او د ملگرو ملتونو نورې ډیر شمیر ادارې شاملې دي.
سلوانیا هم غواړي چې کډوالو ته یو لوړ حد وټاکي
وروسته له هغې چې د اتریش فدرالي حکومت پریکړه وکړه چې د مهاجرو له پاره یو لوړ حد وټاکي، سلوانیې هم اعلان کړی دی چې د خپل گاونډي هیواد په څیر گام اخیستل غواړي. د سلوانیې د بهرنیو چارو وزیر ویلي دي چې د مهاجرینو شمیر چې د بالکان له لارې سفر کوي باید د هغو هیوادونو د پریکړو سره سمون ولري لکه د اتریش او آلمان چې مهاجر هغوی ته تگ غواړي. هغه ویلي دي چې حکومت به یې په دې برخه کې یوه پریکړه وکړي.
په یونان کې د سپما د اقداماتو بر ضد احتجاج
په یونان کې په تقاعد کې د پلان شوي کموالی د رامنځ ته کیدو پر ضد د یوه احتجاج په ترڅ کې مهم سړکونه د ترکتورونو په واسطه بند کړای شوي دي. پر نورو سربیره پر ختیځ - لویدیځ لور کې د ترافیکو مخه نیول شوې ده. دغه لار د یونان لویدیځ له ترکیې سره نښلوي. د اورگاډي خدمات هم له خلل سره مخامخ شوي دي. په عین وخت کې بیړۍ چلونکو هم خپل ۴۸ ساعته احتجاج ته ادامه ورکړې ده. زیاتره کښتۍ په بندرونو کې ولاړې دي.
د آلمان پر خپلو پولو کنترول غځوي
د آلمان د کورنیو چارو وزیر توماس دیمیزیر غواړي چې د آلمان پر پولو د فبرورې میاشتې تر نیمایي پورې د مهاجرو محدود کنترول د نامعلومې مودې له پاره وغځوي. د مسیحي دیموکرات نوموړي سیاستوال دغه خبره د ام ډي آر، له رادیو سره په خبرو اترو کې کړې ده. هغه ویلي دي چې د دغه گام د ختمولو له پاره کومه نېټه نه شي پیش بیني کیدای.