مهم او لنډ خبرونه په متن او انځور کي
د سيمي او نړۍ مهم او لنډ خبرونه د آلمان ږغ ډويچه وېله څخه دلته په متن او انځور کي کتلای سئ
د چین جمهوررييس د ترمپ څخه د زغم او تحمل غوښتنه وکړه
د چین جمهوررييس شي جین پینگ د امريکا د جمهوررييس دونالد ترمپ څخه په تلیفون کي د شمالي کوريا د اټومي شخړي په موضوع کي د حوصلې او زغم غوښتنه وکړه. د چین د دولتي ټلویزون په حواله شي هغه ته ویلي دي ، چي دئ باید دداسي«کلماتو او اعمالو» څخه صرف نظر وکړي، کوم چي د کوریا په نیمه جزیره کي بیله هغه د تشنجه ډکه فضأ نوره هم خرابوي. واشنگټن او پيونګ يانګ یو د بل په مقابل کي اخطارونه نور هم شدید کړي دي.
رسنۍ: جاپان د راکټانو دفاعي سیسټم نصبوي
د شمالي کوريا سره د اټومي شخړي د شدیدیو په منځ کي جاپان د رسنیو په حواله د راکټانو ددفاعي سیسټم په نصبیدو باندي شروع کړې ده. د جاپان دملي راډیو- ټلویزون NHK په حواله به دغه سیسټم په اوس وخت کي د غرب په څو ښارونو کي نصب سي. شمالي کوريا په دې اخرو وختو کي د بحرآرام د امریکايي جزیرې گوام پر نظامي قرارگاه باندي د راکټانو د ورفیرولو تهدید کړی ؤ، کوم چي د جاپان د فضأ څخه تیریږي.
ترمپ د وینزویلا پرضد یو نظامي اقدام د امکانه لیري نه بولي
د امريکا د متحده ايالاتو د جمهوررييس دونالد ترمپ دپاره په وینزویلا کي د خپلو عسکرو ورداخلیدل د امکانه لیري خبره نه ده. ترمپ د امریکا د نیوجرسي په ایالت کي ویلي دي، چي د جنوبي امریکا په دغه هیواد کي ډیر امکانات موجود دي، چي یو یې نظامي امکان دی. د ترمپ په خبره وینزویلا زموږ څخه دونه لیري نده، خو خلگ یې باید وکړیږي او مړه سي. د کاراکاس حکومت بیا د ترمپ دغه تهدیدونه « د لیونتوبه ډک عمل» بللئ دی.
د عراق کردان د یوه مستقل هیواد په خاطر ریفرانډم دایریوي
د عراق کردانانو د امريکا دا غوښتنه رد کړې ده، چي د یوه مستقل هیواد په خاطر دي ریفرانډم وځنډوي. خبري آژانس رویټرس د عراقي کردانو د خودمختاري سیمي د جمهوررييس مسعود بارزاني د یوه مهم مشاور په حواله ویلي دي، چي دغه ریفرانډم به د پلان سره سم د سپټمبر پر۲۵ دایر سي. ددې دمخه د امريکا خارجه وزیر ریکس ټیلرسن غوښتنه کړې وه، چي د کردۍ منطقې او بغداد د حکومت تر منځ اختلافات دي د خبرو او ډیالوگ د لاري حل سي.
سوریه:په یوه ځانمرگي بریدکي تر ۲۰ اضافه انسانان وژل سوي دي
د سوریې په جنوب کي د یوه ځانمرگي برید په نتجه کي د ملکي کسانو په حواله حداقل ۲۳ انسانان وژل سوي او ډیر نور ټپيان سوي دي. په لندن کي د سوريې دپاره د بشر د حقوقو دڅارني د ادارې په حواله اکثریت قربانیان د یاغي ډلي دیش الاسلام جنگیالي دي. ددغي ادارې په حواله ځانمرگي بریدکونکي خپل کمربند د اردن د سرحد سره نژدې د هغوی په یوه نظامي قرارگاه کي چاودلئ دی. ددغه برید مسؤلیت تر اوسه پوري چا پرغاړه ندی اخیستئ.
امريکا غواړي د منځني ختیځ د سولي پروسه بیرته راژوندئ کړي
د امريکا متحده ايالات غواړي د اسرايیلیانو او فلسطینیانوترمنځ د سولي د پروسې د بیرته راژوندۍ کولو پخاطرعملأ یو نوئ ابتکار پرلاري واچوي. سپیني ماڼۍ خبر ورکړی دی ، چي جمهوررييس دونالد ترمپ د بیت المقدس په حرم شریف کي د نوو شخړو او کشمکشونو تر رامنځته کیدو وروسته د سولي د پروسې دبیرته راژوندئ کیدلو چانس ډیر ویني. ترمپ غواړي په اول سر کي سیمي ته درې خپل مشاورین واستوي، ترڅو د خبرو امکانات وڅیړي.
په پولینډ کي د سخت باد او طوفان له کبله ډیر انسانان وژل سوي دي
په پولینډکي د سخت باد وطوفان په سبب ۵ انسانان وژل سوي دي، چي دوه یې ځوانان وه. لکه څنگه چي اطفایې خبر ورکړی دی، پردغو دواړو ۱۳ او ۱۴ کلنو ځوانانو باندي په یوه خیمه کي د خوب پروخت ونه لویدلې ده او وژل سوي دي. د یوې سختي گرمي څپې څخه رامنځته سوي سخت باد او طوفان له کبله مجموعأ ۳۴ نور کسان زخمیان سوي هم دي. تقریبأ نیم ملیون انسانان د هیواد په جنوب او شمال کي بې برقه سوي هم دي.