مهم او لنډ خبرونه په متن او انځور کي
د سيمي او نړۍ مهم او لنډ خبرونه د آلمان ږغ ډويچه وېله څخه دلته په متن او انځور کي کتلای سئ
د جرمني حکومت غواړي په زرونو افغانان اخراج کړي
په افغانستان کي پر بې امنیتیو سربیره جرمني غواړي د ۱۲۵۰۰ په شاوخوا کي افغانان بیرته خپل هیواد ته ولیږي. دا خبره د جرمني په پارلمان کي د چپي فراکسیون د یوې پوښتني په جواب کي ویل سوې ده. په دې ترتیب به د کورنیو چارو د وزارت د اټکلونو پر اساس جرمني ته د ټولو راغلو افغان مهاجرو پنځه فیصده اخراج سي. حکومت دهغه دلیل دا راوړی دی ، چي د افغانستان په لویو ښارو کي امنیت دی.
د بشر دحقونو نړیوالي محکمې دیوې بندي سوي ترکۍ قاضي اقامهء دعوه رد کړه
یوه ترکۍ قاضي ، چي په ترکيه کي تر ناکامي کودتأ وروسته بندي سوې وه، د بشر دحقونو نړیوالي محکمې یې اقامه دعوه رد کړه. د ستراسبورگ دغي محکمې په خپلو دلایلو کي راوړي دي، چي دې باید اول د ترکيې په ستره محکمه کي د خپل بندیگرت پر ضد دعوه کړې وای. په دغه محکمه کي هغه وخت د یوچا اقامه دعوه منل کیږي،چي لمړی یې د خپل هیواد په محکمو کي کوښښ کړی وي.
میرکل او اوباما نن پنجشنبه په برلین کي سره وکتل
د امريکا متحده ايالاتو جمهوررييس بارک اوباما د جرمني صدراعظمې انګيلا ميرکل څخه د یوې ښې سیاستمداري په توگه ستاینه وکړه. میرکل د هغه سره د برلین د آدلون په هوټل کي د ډوډی خوړلو پر وخت په شخصي ډول وکتل او ورسره یې درې ساعته دوه په دوه وکتل. ددوی دواړو د خبرو دمحتوأ په باب څه ندي ویل سوي،خوکیدای سي په امريکا کي د جنورۍ په میاشت کي د قدرت د تغیر او دونالد ترمپ د تگلاري په هکله یې سره خبري کړي وي.
په جرمني کي د یوه امریکايي عسکر د پناه غوښتنه رد سوه
د جرمني د مونشن د ښار په یوه محکمه کي د تښتیدلي امریکايي عسکر اندرې شېفیر د پناه غوښتنه رد سوه. د محکمې په حکم کي راغلي دي،چي دعسکري خدمت څخه د اندرې شېفیر تښتیدل یوازنئ وسیله نه وه،چی هغه باید په جنگي جنایتونو کي یې برخه نه وای اخیستې. هغه پرخپل دغه اخلاقي شک سربیره د نورو امکاناتو څخه کار ندی اخیستی او مثلأ د پوځ څخه د خارجیدو کوښښ یې ندی کړی.
فلیپین دجزأ دنړیوالي محکمې څخه د وتلو تهدید کړی دی
تر ډیرو افریقايی هيوادو وروسته اوس فلیپین هم د هاګ دجزأ دنړیوالي محکمې څخه د وتلو تهدید کړی دی. د فلیپین جمهوررييس «رودریگو دوترته» د اسیا پاسفیک – APEC سرمشریزي ته تر سفر دمخه وویل، چي هغه پردې باندي غور کوي، چي په دغه محکمه کي خپل غړیتوب د لاسه ورکړي. د هاګ محکمې یوه څارنوال په اکتوبر کي اخطار ورکړی ؤ، چي د مخدره موادو سره د مبارزې په لار کي به د دوترته پرخونړي میتودو باندي اقامه دعوه وکړي.
د فرانسې صدراعظم د جرمني څخه د لا ډیري پانگه اچوني غوښتنه وکړه
په اروپايي ټولنه کي د اقتصادي ودي په خاطر د فرانسې صدراعظم مانوییل والس د جرمني څخه د لا ډیري سرمایه گذارئ غوښتنه وکړه. والس په برلین کي د یوه پروگرام پر وخت وویل،چی د اقتصادي پرمختگ یو سیاست نه سی کیدلای یوازي پر دې باندي منحصر پاته سي،چي دولتي مصارف او دبودجې کسر محدودسي، بلکه د «راتلونکي دپاره د پرمختگ په لار کي» باید سرمایه گذاري هم وسي، د کوم دپاره چي کریډت او پورونه هم باید وااخیستل سي.