مهم او لنډ خبرونه په متن او انځور کي
د سيمي او نړۍ مهم او لنډ خبرونه د آلمان ږغ ډويچه وېله څخه دلته په متن او انځور کي کتلای سئ
دافغانستان استخباراتي ادارې د ملا منصور د مرگ خبر تايید کړی دی
د افغانستان استخباراتي ادارې د طالبانو د مشر ملا اخترمحمد منصور د مرگ خبر تايید کړی دی،چي د امریکايي بې پیلوټه الوتکي په یوه بریدکي ویشتل سوی ؤ. دغي ادارې خبر ورکړی دی،چي منصور دډیر وخت راهیسي تر«سخت مراقبت» لاندي ؤ. هغه د شنبه په ورځ د پاکستان د بلوچستان په ایالت کي وژل سوی دی. د امریکا حکومت که څه هم پر منصور باندي حمله تایید کړې د، خو د هغه د وژلو په باب یې څه نه دي ویلي.
اطریش: د نوي جمهوررييس په خاطر نهايي انتخابات
په اطریش کي به نن یکشنبه یو نوی جمهوررييس انتخاب سي. د نهايي انتخاباتو په جریان کي به د زرغون گوند له خوا ملاتړ کونکی کاندید« الکساندر وان دېر بیلن» د ښی اړخی ولسي گوند-FPÖ د کاندید «نوبیرت هوفر» په مقابل کي راڅرگند سي. پدې ډول سره نو د اول وار لپاره په اطریش کي د ۱۹۴۵ م کال راهیسي د دواړو ولسي حزبو SP او VP کاندیدانو د جمهوري ریاست د مقام دپاره ځانونه نه دي کاندید کړي.
ایتلافي گوند: میرکل دي د اردوغان سره «ښکاره خبري» وکړي
د جرمني دسوسیال ډیموکراټانو گوند د میرکل څخه غوښتي دي،چي د جمهوررييس رجب طيب اردوغان سره په ډیر وضاحت خبري وکړي او ددیموکراسۍ او پرقانون ولاړ دولت غوښتنه وکړي. ددغه گوند دپارلماني فراکسیون مشر توماس اوپرمن «بیلډ ام زونټاگ» ورځپاڼي ته ویلي دی،چي د ترکيې جمهوررييس پر«سرکوبۍ او محرومیت» باندي اتکأ کوي،او جرمني نباید په دې موضوع کي چوپ پاته سي او د اردووان سره ښکاره خبري وکړي.
فعالین:د سوریې په محبسونوکي په لسونو زره بندیان مړه سوي دي
د سوریې په محبسونو کي په تیرو پنځو کلونو کي لږترلږه ۶۰۰۰۰ بندیان دسختي شکنجې او خرابو شرایطو له کبله مړه سوي دي. دا خبره په لندن کي دسوريې دپاره د بشر د حقوقو دڅارني ادارې کړې ده. ددغي ادارې آمر رامي عبدالرحمن ویلي دي، چي دمړو سوو بندیانو دغه تعداد د ۲۰۱۱ م کال راهیسي د رسمي نتایجو پر اساس ارزیابي سوی دی. اکثریت دغه بندیان د شمال د ۳۰ کیلومتری په دوو محبسونو کي مړه سوي دي.
د یمن حکومت بیرته د سولي په خبرو کي گډون کوي
تر ډیرو ورځو تحریم وروسته د یمن حکومت غواړي بیرته د حوثي یاغیانو سره د سولي په خبرو کي برخه واخلي. د یمن له پاره د ملگرو ملتونو دنماینده اسماعیل ولد شیخ احمد د معلوماتو پراساس جمهوررييس عبد ربه منصور هادي منلې ده،چي بیرته د خبرو میز ته کښيني. هادي د شنبه په ورځ په دوهه کي د ملگرو ملتو د عمومي منشي بان کي مون او قطر د امیر شیخ تمیم ال ثاني سره وکتل. په کویټ کي د سولي دغه خبري څو واره قطع سوي دي.
د یوه روغ لیوني په حمله کي په اطریش مرگ ژوبله
یوه ۲۷ کلن نارینه په اطریش کي د یوه کنسرټ په تالار کي دوه کسان ویشتلي او ۱۱ نور یې زخمیان کړي دي. پولیسو خبر ورکړی دی،چي هغه وروسته خپل ځان هم ویشتلی دی. دغه ۲۷ کلن پرون شپه د کنسرټ په تالار کي د خپلي ملگري سره شخړه وکړه. تر هغه وروسته یې د خپل موټر څخه وسله راوړه او پر هر طرف باندي یې فیرونه وکړل. په دغه تالار کي ۱۵۰ کسان موجود وه.