مهم او لنډ خبرونه په متن او انځور کي
د سيمي او نړۍ مهم او لنډ خبرونه د آلمان ږغ ډويچه وېله څخه دلته په متن او انځور کي کتلای سئ
ترکيې ته د مهاجرو تر اخراجولو دمخه په یونان کي د هیجانه ډکه فضأ
که څه هم پر دې باندي حساب کیږي،چي بیرته هغوی اخراجیږي،بیا هم د شنبه په ورځ په سل هاوو مهاجرین د یونان د اژه بحیرې ته ورغلي دي . د چیوس په جزیره کي هم تقریبأ ۸۰۰ نور انسانان په انتظار کي دي ، کوم چي د مهاجرو د تجمع د مرکزو څخه راتښتیدلي دي. هغوی نه غواړي ترکيې ته واستول سي. د ترکيې - اروپايي ټولني تر منځ قرارداد پر اساس به سبا دوشنبه د یونان څخه د اکثرو مهاجرو اخراج بیرته شروع سي.
آذربایجان په کاراباخ کي یوطرفه اوربنداعلان کړی دی
د جنوبي قفقاز د غرنۍ منطقې کاراباخ پر سر نوو جنگونو تر شروع کیدو وروسته آذربایجان د یوطرفه اوربنداعلان کړی دی. تر کلونو وروسته د شنبه په ورځ د شوروي د پخوانیو جمهوریتو آذربایجان او ارمنستان تر منځ په سختو جنگونو کي لږتر لږه ۳۰ عسکر وژل سوي دي. دواړه خواوي د هغه د شروع کیدو مسؤلیت یو پربل باندي وراچوي. په ۹۰ موکلونو کي د کارباخ پر سر شخړي او جنگونو د شروع کیدو راهیسي ۳۰۰۰۰ انسانان وژل سوي دي.
اردوغان د امریکا د انتخاباتي کمپاین پراسلام دښمنانانه تبلیغاتو باندي انتقاد وکړ
د ترکيې جمهوررييس رجب طيب اردوغان د امريکا څخه د خپلي لیدني پر مهال دجمهوري رياست د مقدماتي انتخاباتي کمپاین په جریان کي داسلام دښمنانه تبلیغاتو او الفاظو پر استعمال باندي انتقاد وکړ. هغه د واشنگټن سره نژدې دیوه مسجد پرانیستلو پر وخت وویل، چي امریکا اوس د مخ پرزیاتیدونکي نه زغم او مسلمانانو پرضدد مخکي له مخکي قضاوت کولو په حالت کي ده. مسلمانان په عمومي ډول د تروریسټانو په حیث بدنامه کیږي.
په جرمني کي د کورونو د غلاوو له کبله سخت تاوانونه رسیدلي دي
په جرمني کي د «ویلټ ام زونټاگ» ورځپاڼي د معلوماتو پراساس پروسږکال د غلاوو له کبله تر نیم ملیارډیورو اضافه تاوان رسیدلی دی. ورځپاڼي د کورونو د بیمې د شرکتونو په حواله رپوټ ورکړی دی،چي هغوی په ۲۰۱۵ م کال کی د کورو د مالونو او شیانو د غلاوو په خاطر د هغوی قربانیانو ته ۵۰۰ ملیونه یورو ورکړي دي. فدرالي پولیسو هم منلې ده چي په پروسږکال د کورو غلاوي لس فیصده اضافه سوي دي.
نن د بروکسل هوايی میدان بیرته خلاص سو
د بروکسل تر ترهگري حملو تقریبأ دوې اوونی وروسته، چي پکښي ۳۵انسانان ووژل سول، د څاوینټیم هوايی میدان نن تر یوه حده پوري بیرته خلاص سوی دی. خو د هوايی میدان آمر ارونډ فایت وویل، چی د اوس دپاره به د میدان څخه یوازي د بروکسلي هوايي شرکت درې پروازونه صورت ونیسي. د میدان امنیتي تدابیر به ډیر سخت سي او پسله دې به د میدان په خوله کي لا تلاشي او کنټرول تر سره کیږي.
دې میزېر داروپايي ټولني د ترهگرۍ ضد دفاعي مرکز مخالف دی
د جرمني د کورنیو چارو وزیر توماس دې میزېر هغه غوښتني رد کړي دي،چي پر اساس یې باید د ترهگری ضد یو گډ دفاعي اروپايي مرکز جوړ سي . هغه په برلین کي «ټاگس شپیگل ام زونټاگ» ته ویلي دي،چي ددغه ډول یو مرکز مفکورې عملي کیدل ډیر لږ امکان لري. د هغه په خبره یوازي د جرمني په دغه ډول یوه مرکز کی ۴۰ ادارې په گډه سره کار کوي،نو د اروپايي ټولني په سطح به بې حسابه ادارو او مامورینو ته ضروت وي.