مهم او لنډ خبرونه په متن او انځور کي
د سيمي او نړۍ مهم او لنډ خبرونه د آلمان ږغ ډويچه وېله څخه دلته په متن او انځور کي کتلای سئ
دېمیزې نه غواړي د یونان څخه مهاجر ومني
د جرمني دکورنیو چارو وزیر توماس دې میزې د یونان څخه دمهاجرو منل په شدت سره ردکړي دي. هغه یوې المانی ورځپاڼي ته ویلي دي،چي یونان په یوه سخت ،خو حلیدونکي حالت کي قرار لري. یونان ۱۱ ملیونه نفوس لري او ۲۵۰۰۰ مهاجرينو ته یې ځای ورکړی دی. خو د هغو کومکونو له کبله چی نور هیوادونه یې ورسره کوي ، هغه یوه «نه حلیدونکې مسأله» نه معلومیږي. بیا ترکيې یوازي ۲،۵ ملیونه سوريايي مهاجرينو ته ځای ورکړی دی.
ترکي پوليسو د حکومت د منتقدي ورځپاڼي پر ودانی باندي حمله کړې ده
ترکي پوليسو د حکومت منتقدي ورځپاڼي «زمان» پر مرکز باندي هجوم وروړی دی. پوليسو د سلهاوو مظاهره کونکو پرضد د اوښکي بهونکي گاز څخه کار واخیستی، کوم چي دورځپاڼي د ودانی مخته راجمع سوي وه. مظاهره کونکو د محکمې د هغه حکم پر ضد احتجاج کاوه ، چي پر اساس یې ورځپاڼه د حکومت تر کنټرول لاندي راځي. زمان د ترکيې دحکومت د منتقدو معتبرو ورځپاڼو له جملې څخه ده، چي دواعظ فتح الله گویلن دغورځنگ تر کنټرول لاندي ده.
د ترکيې صدراعظم تهران ته تللی دی
د ترکيې صدراعظم احمیت داود اغلو د سوريې د بحران او ایران سره د اقتصادي مناسباتو د تقویه کیدو په خاطر تهران ته رسیدلی دی. داود اغلو به نن شنبه ورځ د ایران له جمهوررييس حسن روحاني سره په سوريه کي د تازه پرمختگونو په باب خبري وکړي. د رسنیو په حواله د داود اغلو د خبرو په اجنډا کي د ایران د تیلو د وزارت سره د «ترانس اناتولیا» د گازو پایپلاین د پروژې موضوع هم شامله ده.
د سوريې یاغیانو د عراق سره سرحدي عبوري لار نیولې ده
د سوريې یاغیانو د فعالینو په حواله دهمسایه هیواد عراق سره سرحدي عبوري لار نیولې ده،کومه چي تر اوسه پوري د اسلامی دولت ډلي تر کنټرول لاندي وه. په لندن کي د سوريې لپاره د بشر دحقونو دڅارني ادارې رپوټ ورکړی دی ،چي یاغیان د اردن څخه سوريې ورداخل سوي او بیا له هغه ځای څخه یې د التنف سرحدي عبوري لار نیولې ده. دهغوی سره د امريکامتحده ايالاتو په رهبری نظامي اییتلاف لخوا دهوا له لاري کومک سوی دی.
سلوانیې د مهاجرت قانون سخت کړ
د سلوانیې پارلمان د مهاجرت سخت مقررات په تصویب ورسول. ددغه هیواد د کورنیو چارو وزیرې ویسنا گویرکو په پارلمان کي وویل ، چي د سختو سوو مقراتو پر اساس به دراغلو مهاجرو د پناه ورکو پروسه چټکه سي. په عین حال کي به د نوو مقرراتو پر اساس د هغو پناه غوښتونکو اخراج هم اسانه سي ، چي د قبولۍ چانس نلري. همدارنگه به هغوی دریمو ډاډمنو هیوادو ته هم په اسانی سره واستول سي.