مهم او لنډ خبرونه په متن او انځور کي
د سيمي او نړۍ مهم او لنډ خبرونه د آلمان ږغ ډويچه وېله څخه دلته په متن او انځور کي کتلای سئ
په سوريه کي د اوربند تر نافذیدو وروسته په ډیروجبهو کي ارامي ده
په سوريه کي د اوربند تر نافذیدو لږ وروسته په اکثرو جبهو کي ارامي حاکمه ده. په لندن کي دسوريې له پاره د بشر حقوقو دڅارني ادارې خبر ورکړی دی،چي د فیرونو ډیره لږ تبادله ثبت سوې ده . روسي جنگي طیارې هم په اسمان کي ندي راښکاره سوي. د امريکا متحده ايالاتو او روسيې داونی په سرکي په دغه هیواد کي پر اوربند باندي موافقه کړې وه. اوربند به نو اوس د مارچ پر ۷ د سولي د خبرو بیرته شروع کیدو ته لار خلاصه کړي.
د ايران په پارلماني انتخاباتو کي ۵۸ فیصدو کسانوبرخه اخیستې وه
د ايران په پارلماني انتخاباتو کي د ۵۵ ملیونو مستحقو رایه ورکونکو څخه ۵۸ فیصدو کسانو خپلي رايي ورکړي دي. دا خبره د ايران د کورنيو چارو وزارت یوه ویاند کړې ده. د ۲۰۱۲ م کال په انتخاباتو کي لا ۶۴ فیصدو کسانوبرخه اخیستې وه. د پارلمان د۲۹۰ چوکیانو له پاره تقریبأ۴۸۰۰ کسانو ځانونه کاندید کړي دي ، چي ۵۰۰ یې ښځي دي.
د جرمني دکیل په ښار کي بیا درې نجوني زهیرول سوي دي
د جرمني دکیل په یوه مارکيټ کي تر شلو اضافه کسانو درو نجوني زهیرولي دي. لکه څنگه چي پولیسو خبر ورکړی دی، پرون ماښام دوو افغان پناه غوښتونکو ددرو ۱۵، ۱۶ او ۱۷ کلنو نجونو فلمبرداري او عکاسي کړې ده. وروسته پر هغوی باندي نور نارینه هم وراضافه سوي او تعداد یې له۲۰ څخه تر ۳۰ پوري رسیدلی دی. د پولیسو په حواله دواړه افغانان او دوه نور شکمن کسان د مؤقت وخت له پاره نیول سوي دي.
د فټبال نړیواله اتحادیه – FIFA یو نوی مشرلري
سویسی گیاني انفانتینو د فټبال د جهاني اتحادیې – FIFA د رییس په حیث انتخاب سوی دی. په دې ډول سره نو د اروپا د فټبال اتحادیې دغه تر اوسه پوري عمومي منشی د پخواني ريیس جوزیف بلاتر ځای ونیوی ، چي ۱۷ کاله یې د FIFA په سرکي قرار درلود. انفانتینو وکولای سول ، چي د بحرین څخه د اسیا داتحادیې له رییس شیخ سلمان بن ابراهیم ال خلیفه ،د اردن د شهزاده علي بن حسین او فرانسوي جیروم چمپاین څخه دغه مقام وگټي.
زویلا د ملیارډونو ډالرو قرضه غواړي
ددولتي افلاس سره مخامخ وینزویلا اوس د ملیارډو ډالرو قرضې د پلاس راوړلو کوښښ کوي. د مرکزی بانک رییس نیلسن میرینتیس ویلي دي، په همدې خاطر د جنوبي امریکا دغه هیواد اوس دنړیوالو بانکونو او وجهي صندقو سره خبري شروع کړي دي. دغه هیواد پنځه ملیارډه ډالرو ته ضرورت لري،تر څو ددولتي افلاس مخنیوی وکولای سي. د وینزویلا اقتصاد د تیلو د کښتي بیي له کبله د بحران سره مخامخ دی او دولتي عایدات سخت راکښته سوي دي.