مهم او لنډ خبرونه په متن او انځور کي
د سيمي او نړۍ مهم او لنډ خبرونه د آلمان ږغ ډويچه وېله څخه دلته په متن او انځور کي کتلای سئ
سعودي عربستان ترکيې ته جنگي الوتکي لیږلي دي
سعودي عربستان ترکيې ته خپلي جنگي طیارې لیږلي دي، تر څو په سوريه کي د اسلامی دولت ډلي د جنگیالیو پر ضد وجنگیږي. برید جنرال احمد عسیري ال عربیه ټلویزوني چیینل ته ویلي دي، چي:« سعودي عربستان اوس د ترکيې د انچرلیک په هوايی نظامي اډه کي حضور لري.» هغه اضافه کړه، چي دغه جنگي طیارې د امريکا متحده ايالاتو په رهبری نظامي اییتلاف په چوکاټ کي عملیات کوي.
ترکيې په سوريه کي کردان او حکومتي قواوي بمباري کړي دي
د ترکيې صدراعظم احمیت داود اغلو د سوريې پر شمال باندي حمله تایید کړې ده. داود اغلو وویل ، چي ترکي پوځ د کردي دیموکراتیک گوند هدفونه ویشتلي دي او په عین حال کي یې د هغو څخه غوښتي دي ، چي د اعزاز د منطقې څخه ووزي. په لندن کي د سوريې له پاره د بشر د حقوقو دڅارني ادارې هم د ترکيې د حملو څخه رپوټ ورکړی ؤ. دغه سیمه څو ورځي دمخه د سوريايي کردانو له خوا نیول سوې وه.
د مني راهیسي دجرمني څخه ۲۰۰۰ عراقي مهاجر بیرته عراق ته تللي دي
جرمني ته د راغلو عراقي مهاجرينو تقریبأ ۲۰۰۰ تنه یې د تیر مني راهیسي پخپله خوښه بیرته عراق ته تللي دي . د «ویلټ ام زونټاگ»ورځپاڼي په حواله هغوی د جرمني د سرپناوو له وضعیت ،د کار نه پیداکیدلو امکانات ، او اقتصادي مشکلاتو او همدرانگه پناه غوښتنو ددوسیو د ژر نه څیړلو څخه شکایت کوي. خو فامیلي دلایل هم د هغوی د بیرته تگ سبب گرزي .په ۲۰۱۵ م کال کي جرمني ته تر ۱۲۱۰۰۰ اضافه عراقي مهاجر راغلي دي.
د امريکا د ستري محکمې د قاضي سکالیا مړینه د سختو کشمکشو سبب سوی دی
د امريکا متحده ايالاتو د ستري محکمې محافظه کاره قاضي انتونین سکالیا د مرگ تر خبر سمدلاسه وروسته د هغه د ځای ناستي په باب د جمهوري غوښتونکو او دموکراټانو تر منځ شخړه رامنځته سوه ځکه د هغه انتخاب د ستري محکمې د ۹ قاضیانو په منځ کي قاطع رول بازي کوي. د جمهوري غوښتونکو مشرانوغوښتنه کړې ده ، چي باید نوی جمهوررییس د بل قاضي د تعینیدو په باب تصمیم ونیسي او نه ایسته کیدونکی جمهوررییس بارک اوباما.
شټاین مایر په لیبیا کي د ملي یووالي د حکومت د ژرتر ژره جوړیدو غوښتنه وکړه
د جرمني بهرنیو چارو وزير فرانک والټر شټاین مایر په لیبیا کي د یوه ملي یووالي د حکومت د ژرتر ژره جوړیدو غوښتنه وکړه . ددغه شمالي افریقا د هیواد د وضعیت په باب د خارجه وزيرانو تر لیدني کتني وروسته شټاین مایر وویل، « موږ هیله مندیو، چی ریاستي شورأ به په لنډ وخت کي دپارلمان د تایید په خاطر د ملي یووالي د حکومت د نوي کابینې لست وړاندي کړي .»