مهم او لنډ خبرونه په متن او انځور کي
د سيمي او نړۍ مهم او لنډ خبرونه د آلمان ږغ ډويچه وېله څخه دلته په متن او انځور کي کتلای سئ
د بورکینافاسو له هوټل څخه ۱۲۶ یرغمل سوي کسان ازاد سوي دي
داسلام پالو ترهگرانو له خوا د بورکینافاسو د پلازمیني اوگادوگو پر لوکس هوټل«سپلینډید » باندي ترحملې وروسته ددغه هیواد او فرانسې ځانگړو قواوو هوټل تر خپل کنټرول لاندي راوستلی دی. دکورنیو چارو وزیر زیمون کومپارو خبر ورکړی دی ، چي ۱۲۶ یرغمل کسان راخلاص سوي او درې بریدکونکي وژل سوي دي. د جمهوررييس کابرو د معلوماتو پراساس پر یوه هوټل او یوه رستورانت باندي په حملو کي لږتر لږه ۲۳ کسان وژل سوي دي.
بان د ترهگری ضد یوه کاري پروگرام غوښتنه وکړه
د ملګرو ملتو عمومي منشي بان کي مون د سازمان له غړو هيوادو څخه غوښتي دي، چي د ترهگری درامنځته کیدو څخه په اساس کي مخنیوی وکړي او پر ضد یې وقایوي تدابیر وضع کړي. بان عمومي اسامبله ته یو پلان وړاندي کړ، چي داسي تدابیر لکه ښوونه - روزنه کارونو پیداکولو او د بشر د حقوقو تقویه پکښي شامله ده. دهغه په خبره یوازي د زور له لاري ترهگري ډلو، لکه اسلامی دولت یا بوکوحرام ته د جلب وجذب مخ نسي راگرزول کیدلای.
د اسیا پرمختیايی بانک په کار شروع وکړه
د چین په مشری د اسیا نوي پرمختیايي بانک- AIIB په کار شروع وکړه. په پیکینگ کي د بانک د پرانیستلو په مراسمو کي د چین دولتي او حزبي مشر شي جینگ پینگ وویل ، چي دغه بانک به د اسیا د پرمخ پر ودي زیربنأ ضرورتونه تمویل کړي. د بانک ابتدايي سرمایه سل ملیارډه امریکايي ډالره ده.
سوسیال ډیموکراټان د مهاجرو د بحران د ژرترژره حل غوښتنه کوي
د کډوالو د بحران په موضوع کي سوسیال ډیموکراټانو پرصدراعظمې انګيلا ميرکل فشار ډیر کړی دی. ددغه گوند پارلمان فراکسیوني مشر توماس اوپرمن الماني خبري آژانس ته ویلي دي ، چي میرکل باید ژرترژره د مهاجرو د بحران وعده ورکول سوی اروپايی حل عملي کړي. دگوند عمومي منشي او اقتصاد وزیر زیگمار گابریل د فونکه میډیا ورځپاڼو گروپ ته ویلي دي ، چي باید تر پسرلي پوري ژرترژره یو حل پیدا سي او د مهاجرو فشار راکم سي.
په فرانسه کي د دواوو د استعمال له تجربو څخه څو کسان ناروغه سوي دي
په فرانسه کي پر انسانانو باندي ددواوو د استعمال د تجربو له کبله ډاکترانو دهغوی صحت ته د تاوان رسیدلو څخه اندیښنه ښکاره کړې ده. د هغو دواوو چي باید ددرد علاج په سوی وای ، تر استعمال وروسته شپږ کسان ته د عصبي او رواني تکلیفو د راپیداکیدو له کبله عصبي-عقلي کلینیک ته لیږل سوي دي. یو د هغو څخه مغزي سکته کړې ده او څلور نور یې د مرگ د خطر سره مخامخ دي.