مهم او لنډ خبرونه په متن او انځور کي
د سيمي او نړۍ مهم او لنډ خبرونه د آلمان ږغ ډويچه وېله څخه دلته په متن او انځور کي کتلای سئ
بغداد د ترکي عسکرو د ژرترژره ایستلو غوښتنه کړې ده
عراق د ترکیې څخه د هیواد په شمال کي د هغوی د عسکرو دفوري ایستلو غوښتنه کړې ده. د عراق د صدراعظم حیدر العبادي په یوه پیغام کي راغلي دي ، چي دا«د عراق پر ارضي تمامیت باندي جدي تیری » دی. ترکیه د عراق د موصول د ښار سره نژدې ۱۵۰ عسکره لري، چي د ترکیې د صدراعظم په خبره بیا هغوی عراقي او کردي عسکرو ته تمرین ورکوي.
د شینگن د ساحې داخلي سرحدونه بیرته کنټرولیږي
د اروپايي ټولني هيوادونه غواړي د شینگن د ساحې تر منځ داخلي سرحدونه بیرته ددوو کلو له پاره کنټرول کړي. پر دې خبره باندي د اروپايي ټولني د کورنیو چارو وزیرانو په بروکسل کي موافقه سره وکړه. دهغه دلیل داروړل سوی دی ،چی آتن د اېگیس- Ägäis په جزیرو او ترکیې سره د اروپايي ټولني ددبانديو سرحدونو څخه سم کنټرول نه کوي او مهاجرين بې له راجستر څخه د اروپا پرخوا راځي.
اوپیک خپل د تیلو تولیدات نه راکموي
دتیلو صادرونکو هيوادو سازمان اوپیک د تیلو پر موجوده کښتي بیي سربیره نه غواړي د هغوی تولیدات راکم کړي. لکه څنگه چی د اوپیک سازمان رییس ایمانوییل ابي کاشیکو خبر ورکړی دی، په بروکسل کي د یوې لیدني کتني پر مهال د ۱۲ غړو دولتونو استازو د تولیداتو د راکمولو پر خلاف تصمیم ونیوه. د ۲۰۱۴ م کال راهیسي د اومو تیلو بیه تر نیمايي لا هم ډیره راکمه سوې ده.
اولاند د جرمني پارلمان د سوریې دماموریت له فیصلې څخه هرکلی کړی دی
د فرانسې جمهوررييس فرانسوا اولاند په سوریه کي د اسلامی دولت ډلي پر ضد د جرمني پارلمان د ماموریت له فیصلې څخه هرکلی کړی دی. اولانددغه تصمیم د« فرانسې سره د جرمني د همدردی نوی اثبات» وباله. دده په خبره ،دا هغه څه و ، چي ده یې ارزو درلوده.
د پاریس د اقلیم ساتني کنفرانس یوه نوې طرحه وړاندي کړې ده
په پاریس کی د اقلیم ساتني د کنفرانس په نیمايی کی مرکچیان د نړی د اقلیمي پلان سوي تړون پر یوې نوي طرحي باندي سره تفاهم کړی دی. په دې ډول سره به نومعلومه سي ، چي ایا ۱۹۵ هیوادونه د اختلافاتو پر مهمو نکتو باندي سره یوه اندازه نژدې سوي دی او که څنگه. د دولتونو تر منځ خصوصأ دپرمختیايی هیوادو د اقلیمي هدفونو د تمویل پر سر ډیر اختلاف موجود دی.