مهاجر د آلمان په ټولو ایالتونو کې د قبلیدو مساوی چانس نه لري
۱۳۹۶ مهر ۲۱, جمعهپه آلمان کې د پناه غوښتنلیکونه په بیلابیلو ایالاتونو کې په متفاوت ډول څیړل کیږي. د جمعې په ورځ د حکومت د فونکه رسنیزې ډلې له خوا خپاره شوي معلومات ښيي چې په بیلابیلو سیمو کې د افغان او عراقي پناه غوښتونکو له پاره د منل کیدو چانسونه سره توپير لري.
د بیلګې په توګه د ۲۰۱۷م کال په لومړیو شپږو میاشتو کې په بریمن کې د عراقي پناه غوښتونکو له پاره د په اصطیلاح «محافظت ورکړې سلنه» ۹۶ وه. خو په برلین کې بیا په عین موده کې یوازي۵۰ سلنه عراقیانو محافظت ترلاسه کړی دی.
د افغانانو له پاره په دې موده کې د محافظت سلنه په برندینبرګ کې ۳۱ او په بریمن کې ۶۵ وه. د ایران د کډوال له پاره بیا دغه سلنه په بایرن کې ۳۸ او په بریمن کې ۸۵ سنله وه.
د سوریې کډوال بیا په ټول آلمان کې ۹۹ سلنه د منل کیدو چانس لري. د آلمان حکومت تر هغه وروسته دغه معلومات خپاره کړل چې په پارلمان کې د کیڼ اړخه ګوند غړي اولا یلپکې، په دې اړه یوه څیړنه وکړه.
هغې د آلمان په بیلابیلو ایالتونو کې د مهاجرو د منل کیدو د چانس تر منځ د توپیر په اړه اندیښنه ښولې او ویلي یې دي: «له دې خبري انکار نه شي کیدای چې د آلمان د ایالتونو تر منځ د کډوالو د منل کیدو په برخه کې ډیر لوی توپیر موجود دی، پرته له دې چې کوم د باور کولو وړ دلیل ورته موجود وي.»
هغې د فونکه رسنیزې ډلې ته ویلي دي: «دا د منلو وړ نه ده چې په برندینبرګ او یا هم بایرن کې میشت افغان پناه غوښتونکي د هغو افغان پناه غوښتونکو په پرتله چې په بریمن کې دي، د محافظت د ترلاسه کولو او پاتېدو نیمایي چانس لري.»
زموږ له ارشیف څخه: