«مهاجر د آلمان په نفوس کي د زياتوالي سبب شوي»
۱۳۹۵ بهمن ۹, شنبهد جمعې په ورځ د آلمان د احصايي مرکزي ادارې وویل چې له دې مخکې په ۲۰۰۲م کال کې د آلمان د وګړو شمیر ۸۲.۵ میلیونو کسانو ته رسیدلی وو خو په تیر کال د نفوسو شمیر تر ټولو ډیرې کچې ته ورسید. د دغې ادارې په حواله په آلمان کې د تیر کال په ترڅ کې د نوو زیږیدلو ماشومانو شمیر ۱۵۰ زره او بل لوري ته د مرګ شمیر بیا یو لک او ۹۰ زره وو. د دې ادارې په حواله د زیات شمیر مهاجرینو په راتګ سره په عمومي ډول د نفوس زیاتوالی یوه مثبته خبره ده.
د رویټرز خبري آژانس په حواله له منځني ختیځ، افریقا او نورو سیمو څخه د جنګ او بې وزلۍ له امله ګڼ شمیر مهاجرین آلمان ته راغلي دي. د سیاسي پناه غوښتني نسبتاً لږ سخت قوانین او د ټولنیز ژوند غوره سیستم، دې هیواد ته د مهاجرینو د راتګ له دلیلونو څخه دي.
په داسې حالاتو کې چې د اروپايي ټولنې سیمه د قرضونو د بحران ښکار ده، د یونان او هسپانیا په ګډون د نورو اروپايي هیوادونو څخه هم مهاجرین غواړي آلمان ته ولاړ شي.
د آلمان د احصايي ادارې د وګړو په شمیر کې هغه کسان هم شامل کړي دي چې په دې هیواد کې د مهاجرینو په مرکزونو کې ثبت شوي دي. په آلمان کې سیاسي پناه غوښتونکي لومړی د پناه غوښتونکو په کمپونو کې ساتل کیږي او بیا وروسته ثبت کیږي.
د رويټرز خبري آژانس په حواله د نورو اروپايي هیوادونو په پرتله د آلمان د اقتصادي قوت لړۍ د ۲۰۱۰م کال راهیسې پیل شوې. په داسې حال کې چې ځیني حکومتونه داسې تشویقي پروګرامونه هم عملي کوي ترڅو د زیږیدنې شمیرې یې لوړې شي. تراوسه هم په آلمان کې د نویو زیږدونکو ماشومانو په پرتله د مرګ شمیر کم دی.
آلمان د ۲۰۱۶ او ۲۰۱۷م کلونو په ترڅ کې د مهاجرینو له پاره کابو ۲۸ اعشاریه اوه میلیارده یورو بودیجه ځانګړې کړې، ترڅو وکولای شي د مهاجرینو د استوګنې او د ټولنیز ادغام په هکله کار وشي.
پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (22.01.2017):