مهاجرين بايد په آلمان کي د هويت کارت ولري
۱۳۹۴ دی ۲۴, پنجشنبهد دغه قانون اصلي موخه د مهاجرو له پاره د يوه کاغذي هويت کارت جوړول دي چي لاس نه سي پکښي وهل کيدای. په دغه کارت کي به نه يوازي نوم، تخلص، د زېږېدو نېټه، د زېږېدو ځای، مليت او جنسيت، بلکي يو عکس، د وني اندازه د سترگو رنگ او يوه شمېره هم ثبت وي.
هر مهاجر او سياسي پناه غوښتونکی بايد دغه سند هر وخت له ځان سره ولري، چي د راجستر پرمهال خپل هويت و ښوولای سي، څو مامورين هرځای د هغوی په پېژندلو وتوانيږي.
که چيري دغه سند له يوه مهاجر سره نه وي هغه د مهاجرو له حقوقو څخه نسي برخمن کيدای.
دغه سند به د آلمان د مهاجرو او پناه ورکولو فدرالي اداره (Bamf) ورکوي. سند به حداکثر شپږ مياشت اعبار ولري او د درو نورو مياشتو له پاره به د تمديد وړ وي. امکان لري چي د دغه سند د ورکولو کار د روان کال په فيبرورۍ مياشت کي پيل سي او د کال تر نيمايي پوري تقريباً ټولو ته ورکړل سوي وي.
پر دې سربيره به د هر مهاجر، سياسي پناه غوښتونکي او يا غير قانوني مهاجر نور معلومات، لکه د گوتي نښانه، د پناه غوښتني دوسيه او په آلمان کي اړيکي هم ثبتيږي. پر دې سبيره بايد د صحي ماينات او واکسين کولو نېټې هم ثبت وي.
د دې قانون په جوړولو سره حکومت ډېر هدفونه لري: هغه مهاجر چي په آلمان کي ئې ځانونه نه دي ثبت کړي د امنيتي دلايلو له کبله ئې بايد شمېر کم سي. په دې سره به پر هغو کسانو هم کړۍ تنگه سي چي د خپل هويت په اړه درواغ وايي او دوه ځايه راجستر کول به پای ومومي.