1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

يونان ته د سمندري لارو په پرتله له وچې مهاجرتونه زيات شوي دي

۱۳۹۷ اردیبهشت ۹, یکشنبه

د بشر حقونو سازمانونو د يونان پر هغه نوي پروګرام چې په ټاپوګانو کې به د مهاجرو ساتنې ته ادامه ورکوي، انديښنه ښکاره کړي او دا يې يوه « ناوړه سياسي ګټه اخيستنه» ګڼلې ده. د يونان په ټاپوګانو کې افغان مهاجر هم ميشت دي.

https://p.dw.com/p/2wrpb
Griechenland Flüchtlingscamp Moria Symbolbild
د آرشيف انځور - د يونان په موريا کمپ کې د پنجرې تر شا ولاړ مهاجرانځور: Getty Images/AFP/A. Messinis

يوناني چارواکي وايي چې هيواد ته يې د ځمکنيو سرحدونو له لارې د دننه شويو مهاجرو شمير پورته تللی دی. د يونان عالي محکمې د اپريل مياشتې په ۱۸مه حکم صادر کړ چې وروسته له دې دې هغه مهاجر چې تازه د يونان ټاپوګانو ته رسيږي، نه بايد هلته وساتل شي. اوس چارواکي هڅه کوي چې د مهاجرو د مخنيوي په موخه د محکمې حکم لغو کړي.

د ۲۰۱۶م کال په مارچ مياشتې کې اروپايي اتحاديې او ترکيې ترمنځ د مهاجرت پر موضوع يو تړون لاسليک شو. د دغه تړون له مخې هغه مهاجر چې تازه د يونان ټاپوګانو ته رسيږي بايد خپلې د پناه غوښتنې په همدې هيواد کې وړاندې او د ځواب د ترلاسه کولو تر وخته دې د يونان په هغو ټاپوګانو کې واوسي چې په لمړي ځل ورته رسيدلي دي.

قانون جوړونکو د اپريل مياشتې په ۲۴مه د دغې طرحې د بيا قانوني کيدو بحثونه پيل کړل. يو شمير يوناني چارواکي او د بشري حقونو ۲۱ ډلې چې په هغو کې د بشر د حقونو د څار اداره او د عفوې نړيوال سازمان هم شامل دي، هغه ډلې دي چې غواړي د محکمې حکم لغو کړي. دوي وايي: «د يونان ټاپوګانو په ناوړه او خرابو شرايطو کې د مهاجرو ساتل چې د هغوي حقوق او نړيوالې ژمنې نقضوي، نشي کيدای چې د مهاجرو د کنترول په موخه دې توجيه کړل شي.»

ورته مطالب:

پولیسو د یونان په لیسبوس کي د مهاجرو احتجاج ختم کړ

مهاجر په يونان کي په آزاده پښه گرځېدلای شي

د رپوټونو په اساس، د يونان په ټاپوګانو کې د کمپونو له وړتيا څخه ډير مهاجر ميشت دي چې هغو کې د افغان مهاجرو او کورنيو د شتون هم ويل شوي دي. د مهاجرو ډير شمير د دې سبب واقع شوي چې د يونان په ادارو کې د هغو د دوسيو څيړل ډير وخت ونيسي او مهاجر د کمپونو په ناوړه شرايطو کې د اوږدې مودې انتظار وکړي.

ويل کيږي په ټوله کې دغه وضعيت د مهاجرو پر روحي او رواني حالاتو هم منفي اغيزې پريښي چې ډيری وخت مهاجرو تر منځ د اخ و ډبونو او ځینې وخت د لويو تحرکاتو سبب هم واقع کيږي.

د بشر حقونو ډلو په يوه ګډه اعلاميه کې راغلي دي: «په يونان کې د مهاجرو د عبوري لارو د تړلو خط مش، د ۲۰۱۶م کال په مارچ مياشت کې د اروپايي اتحاديې او غړو هيوادونو په ملاتړ عملي شو.»

د بشري حقونو سازمانونو په وينا، تر تيرې چهارشنبې ورځې پورې ۱۵۷۴۹ تنه مهاجر د يونان په کمپونو کې شتون  درلود. دوی هم تائيدوي چې په دغو کمپونو کې له وړتيا نژدې دوه برابره ډير مهاجر ځای پر ځای شوي دي.

Rsh/Si (Reuters, UNHCR)/ م. ک. ص

او دا هم زموږ له آرشيف څخه د مهاجرت پر موضوع يو انځوريز البوم: