1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مهاجرت ـ د ترکيې سره توافق نافذ سو

۱۳۹۵ فروردین ۱, یکشنبه

یونان نن له خپلو ټاپو ګانو څخه د يونان د وچې پر لور د کډوالود لیږد بهیر پیل کړ، خو تمه نه کیږي چې ترکیې ته د کډوالو ډيپورتول دې د یکشنبې له ورځي پیل شي.

https://p.dw.com/p/1IGXR
انځور: Reuters/F. Lenoir

د ترکیې او اروپايي اتحاديې تر منځ له یونان څخه ترکیې ته د کډوالو د دیپورتولو شوې موافقه تیره نیمه شپه نافذ شوه، خو د یونان صدراعظم الکسیس سیپراس وايي، چې دوی د دغه پلان د تطبیق لپاره وخت ته اړتیا لري.

د هغه پلان له مخې چې د جمعې په ورځ بروکسل ته رسیدلی، ټول هغه کډوال چې د یونان ټاپو ګانو ته رسیدلي، ترکیې ته له استولو د مخه به یې هویت ثبت کیږي. اوسمهال په دغو ټاپو ګانو کې په سوریه کې د کورنیو جګړو له امله راتښتیدلي څه باندې دوه میلیونه سوریايي کډوال میشت دي.

خو د يونان صدراعظم ویلي چې دوی د ډیپورت بهیر د پیل لپاره له ۳۶ ساعتونو څخه زیات وخت ته اړتیا لري. خو دا لا تر اوسه روښانه نده چې کډوال به څنګه ترکیې ته بیرته استول کیږي، يونان په دې باب د مخه د اروپايي سرحدونو ساتنې ادارې فرونتیکس ته وړاندیز کړی وو چې ترکیې ته د کډوالو په لیږد کې دې لاس په کار شي.