1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

م.م : په ايران کي له افغان گډوالو سره مرسته نه سو کولای

۱۳۹۰ آذر ۳۰, چهارشنبه

په کابل کي د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې چارواکي وايي، دوئ له هغو افغانانو سره چي په ايران کي په ناقانونه توګه ژوند کوي هيڅ راز مرسته نه شي کولای. ايران يو وار بيا هغو افغانانو ته چي د کډوالۍ اسناد نه لري د وتلو امر کړی.

https://p.dw.com/p/13WsY
په ايران کي افغاني مهاجر
په ايران کي افغاني مهاجرانځور: FARS

تهران ناقانونه افغانانو ته چي شمېره ئې لکونو ته رسيږي امر کړی چي تر دريو مياشتو پوري بايد د دوئ خاوره پريږدي او هغه افغانانو چي له کورنۍ پرته په ايران کي ژوند کوي، بايد د کډوالۍ قانوني اسناد لکه ويزه او پاسپورټ ولري.

د افغانستان د کډوالو چارو وزارت شمېرې ښيي چي دمګړی دوه مليونه او څلور سوه زره افغانان په ايران کي ژوند کوي، چي ددې جملې څخه يو ميليون ئې د پاته کيدو له پاره قانوني اسناد لري اوپاته نور په ناقانونه توګه هلته اوسيږي.

په کابل کي د ملګرو ملتونو د کډوالوچارو کمشنرۍ وياند نادر فرهاد له دويچه ويله پښتو ويبپاڼي سره په تليفوني خبرو کي وويل، چي په اوس وخت کي دوئ يوازي له هغو افغانانو سره مرسته کولای شي، چي په ايران کي د کډوالۍ قانوني اسناد ولري.

«هغه نور چي دغه اسناد نه لري د يو ان اچ سي آر ادارې تر پوښښ لاندي نه راځي.»

فرهاد وويل، چي افغان دولت، دوئ او د ايران حکومت څو واري پر دې مسايلو خبري کړي خو د هغو افغانانو په اړه تر اوسه کومي پريکړي ته نه دي رسېدلي چي د ايران دولت ورته د قانوني استوګني اجازه او يا هم د کار کولو جوازونه نه دي ورکړي.

په ورته وخت کي افغان حکومت له ايران څخه غواړي چي د ژمي په دغه ساړه موسم کي له دغه کار څخه لاس واخلي ځکه هغه افغانان چي بيرته ټاټوبي ته را شړل کيږي نه د استوګني له پاره څای لري او نه ئې هم په سيمو کي ټولي ستونزي حل سوي.

د کډوالو چارو وزارت ويلي چي له تيرو څو مياشتو راهيسي ئې په ايران کي د بې برخليکه افغانانو د برخليک په اړه له ايراني لوري سره خبري رواني دي، خو تر اوسه ئې د قناعت وړ پايلي نه دي لرلي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو کمشنرۍ د راپورونو له مخي، اوس هم شاوخوا پينځه ميليونه افغانان له هيواد څخه دباندي يوازي په دوو ګاونډيو هيوادونو ايران او پاکستان کي ژوند کوي.

د يو ان اچ سي ار په رپوټ له دې جملې څخه دوه ميليونه او څلور سوه زره په ايران او دوه ميليونه او پينځه سوه زره په پاکستان کي مېشت دي.

ميرويس جلالزی/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل