ممثلينو ته اړتیا
۱۳۹۰ شهریور ۱۵, سهشنبهد «واوره او زده کړه» خپرونه د المان ږغ د راډيويي ډرامو لړۍ ده چي د بشري حقونو، چاپيريال ساتني، کورني تاوتريخوالي او د ژوند د نورو اړخونو د ښه کولو په اړه د ځوانانو د پاره تهيه کيږي.
دويچه ويلي المان ږغ راډيو ددې ډرامو د ۲۰۰ برخو د جوړولو د پاره په دواړو ژبو پښتو او دري د ۱۲ څخه تر ۷۰ کلنۍ پوري ښځينه او نارينوو ممثلينو ته اړتيا لري.
د کار شرايط
هغه څوک چي د راډيويي ډرامو د داستان د وياند يا تمثيل مخکنۍ تجربه ولري د لومړي توب حق لري.
غوښتونکي بايد د راډيويي ډرامو د تمثيل استعداد او علاقه ولري
دغه پروژه چي د روان ميلادي کال د اکتوبرد مياشتي پر ۷ نېټه پيلېږي. شپږ اونۍ به دوام وکړي.
په دې پروژه کي د گډون د پاره ممثلين د اکتوبر د مياشتي د ۳ څخه بيا تر ۶ پوري په کابل کي د ازمويني په ترځ کي ټاکل کيږي.
ممثلينو ته د مياشتي د ۳۰۰ څخه تر ۵۰۰ ډالرو معاش په پام کي نيول سوی دی او د هري مياشتي په پای کي ورته ورکول کيږي.
په دې پروژه کي د کډون دپاره خپل غوښتن ليکونه د يوه قطه عکس سره په دې بريښنايي پتو راولېږئ: