1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ملگري ملتونه: د ټاکنو لگښت ورکوو

۱۳۹۱ آبان ۱۱, پنجشنبه

ملګري ملتونه وایي چي چمتو دي د افغانستان د را روانو انتخاباتو لګښت ورکړي خو پر میکانیزم باندي يې خبري کیږي. پرون د ټاکنو کمېسیون د ۲۰۱۴ کال د اپریل د میاشتي شپږمه نېټه د ولسمشریزو ټاکنو نیټه اعلام کړه.

https://p.dw.com/p/16axb
انځور: AP

د ټاکنو په قانون کې د حکومت د خالت، د ټاکنو لګښت او د زړو انتخاباتي سیستمونو کارونه اوس د حکومت او انتخاباتو د کمیسیون او سیاسي ګوندونو تر منځ په یوه لانجمنه مسئله اوښتې ده.

که له یوې خوا سر له اوسه د رڼو ټاکنو د تر سره کیدو په اړه اندیښنې موجودي دي، تر څنګ ئې د انتخاباتو د لګښت د ورکولو پر سره هم د مرستندویه ټولنو، ملګرو ملتونو او افغان حکومت ترمنځ لانجې رواني دي.

په افغانسان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازي هم دا لانجې مني خو وايي چې د هوارولو له پاره ئې کار روان دی.

اټکل کیږي چې را رواني ولسمشریزي ټاکني به چې په ۲۰۱۴ کال کې به تر سره شي شاوخواه یو سل او پنځوس ملیونه ډالره لګښت ولري.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان وایي، چي دوی چمتو دي له هر راز ګواښونو سره سره د افغانستان د را روانو ولسمشریزو ټاکنو لګښت ورکړي.

د دغه سازمان یوې ویاندي نیلاب مبارز نن په کابل کې خبریالانو ته وویل، چې دوی په دغه برخه کې کرار نه دي ناست:

«ملګري ملتونه او نړیواله ټولنه دې ته ژمن دي چې د افغانانو له ولسمشریزو انتخاباتو سره مرسته وکړي، د دغو ټاکنود تمویل پر سر بحثونه روان دي، لږ پېچلتیا موجوده ده خو تمه لرو، چې هر څه حل شي او سازمان په دغه برخه کي اقدام وکړي.»

د ټاکنو له قانون څخه د سیاسي حزبونو د ځینو صلاحیتونو لري کول او تر څنګ يې د ټاکنیزو شکایتونو د څیړلو په کمیسیون کې د حکومتي چارواکو له پاره د ونډي ورکول هغه څه دي چې د مدیني ټولنو فعالین او د سیاسي ګوندونو غړي يې اندیښمن کړي دي.

یو شمیر سیاسي ګوندونه وايي چې د ټاکنو په قانون کې دا ډول بدلونونه دا ښيي چې افغان حکومت د رڼو ټاکنو د تر سره کولو له پاره غښتلې اراده نه لري.

د ملي ټلوالي غړی انجینر عاصم د خپل ګوند اندیښنه داسي څرګندوي: «داسي اندیښنې موجودي دي چې ګواکي اوسنی حکومت هڅه کوي له نا امنیو څخه د ټاکنو د ځنډولو او د ولسمشرۍ مودې د غځولو له پاره کار واخلي، ښايي حکومت د دغه کار له پاره له لویي جرګې کار واخلي.»

په همدې حال کې د ټول ټاکنو د خپلواک کمیسیون مشر فضل احمد معنوي هم دا مني، چې له دوو میاشتو راهیسي يې د ټاکنو پر تخنیکي او مالي مسایلو باندي له حکومت، مرستندویه ټولنو او ملګرو ملتونو سره بحثونه روان دي، خو په دغه برخه کې کوم توافق ته نه دي رسیدلي:

«متاسفانه، دوې میاشتي کیږي، چې موږ حکومت او نړیوالي ټولني ته خپل وړاندیزونه وړاندي کړي دي او د هغوی خبرو ته هم غوږ یو. خو یوه جوړ جاړي ته نه یو رسیدلي تر څو اوسنۍ ستونزي اواري کړو.»

د ټول ټاکنو کمیسیون، حکومت او ملګرو ملتونو تر منځ پر داسي مهال د ټاکنو د لګښت په اړه پیچلي بحثونه روان دي، چې د افغانستان امنیتي وضیعت هم د هري ورځي په تیریدو سره پیچلی کيږي.

ویره شته چې ښایي دغه امنیتي حالت د انتخاباتو روڼوالی تر پوښتني لاندي راولي او دا ګنګوسې هم خپري دي چې ګواکي حکومت غواړي د لويي جرګې په جوړلو سره د ولسمشر د کار موده تر یوې ناڅرګندي مودې پوري وغځوي.

ميرويس جلالزی/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب