1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ملگري ملتونه: اوس هم ډيری افغانان له خپل وطن څخه تښتي

۱۳۹۰ بهمن ۲, یکشنبه

په داسي حال کي چي له افغانستان څخه د نړيوالو ځواکونو د وتلو له پاره تياری نيول کيږي، د ملګرو ملتو د يوې ورستۍ څېړني له مخي يو زيات شمېر افغانان بهرنيو هيوادونو ته پناه وړي.

https://p.dw.com/p/13nvd
افغان گډوال
افغان گډوالانځور: picture alliance/dpa

د ملګرو ملتونو د احصايي له مخي، د تير ميلادي کال د جنورۍ تر نومبر پوري شاوخوا ۳۰ زرو افغانانو په بهرنيو هيوادونو کي د سياسي پناه غوښتنه کړې ده. دغه شمير د ۲۰۱۰ کال په پرتله په سلو کي ۲۵ زياتوالی ښيي. د ملګرو ملتونو دغه څېړنه ښايي په راتلونکو ورځو کي خپره شي.

ويل کيږي چي يو زيات شمېر افغانان هڅه کوي چي د انساني قاچاق د صنعت د پرمختللو لارو چارو په مرسته خپله ټوله کورنۍ او يا خپل زامن له هيواد څخه وباسي.

د ملګرو ملتونو د رپوټ له مخي چي اسوشېتد پرس خبري آژانس ئې يوه برخه خپره کړې ده راغلي دي چي افغان کډوالو په قاچاقي توګه اروپايي هيوادونو ته مخه کړې ده. هغوی د سړی پر سر د شاوخوا ۲۵ زرو ډالرو په لګولو سره د جعلي اسنادو په لاس ته راوړلو سره د پاکستان او ايران له لاري په الوتکو کي اروپايي هيوادنو لکه بريتانيې او سويډن ته ځانونه رسوي.

په عين وخت کي ډيری کډوال بيرته خپل هيواد ته ستنيږي، خو د هغوی شمير د هغو په پرتله چي دباندي د پناه غوښتنو په لټه کي دي، د تيرو کلونو په پرتله ډير زيات نه دئ.

د کډوالو په وضعيت کي دغسي يو بدلون افغانستان کي دننه ډير خلک اندېښمن کړي دي. هغوی ځکه انديښنه لري چي له ۲۰۱۴ کال وروسته کله چي بهرني ځواکونه له افغانستان څخه ووزي، هغه وخت به څه پيښ سي.

د جګړې او نا امنيو تر څنګ بيکاري، په خاصه توګه د ځوان نسل په منځ کي، بله هغه ستونزه ده چي ډيری افغانان ئې دې ته مجبوره کړي دي چي ګاونديو هيوادونو پاکستان او ايران ته مخه کړي.

NO FLASH Afghanische Flüchtlinge im Iran
انځور: picture-alliance/Ton Koene

د راستنېدونکوافغان کډوالو له پاره د يوې نړيوالي مؤسسې د پروګرام مسئوله، تجمه کورت وايي چي له ۲۰۰۷ کال راهيسي چي د طالبانو د زور زياتيو لمن پراخه شوې ده، د عادي افغانانو په منځ کي د راتلونکي په هکله انديښنې زياتي شوي دي:

«تر دې مخکي هغوی د کارونو په لټه کي ول، کورونه ئې رانيول او يا د خپل ژوند له پاره ئې نوري داسي هڅي کولې، خو اوس بيرته ډيری د وتلو په فکر کي دي.»

د ملګرو ملتونو په رپوټ کي دا هم ويل شوي دي چي بهر ته د افغان کډوالو شمير ښايي له لاس ته راغلو رسمي احصائيو څخه هم لوړ وي، ځکه چي ځيني ئې په برياليتوب سره توانيدلي دي چي بهر ته وتښتي.

د ملگرو ملتونو د نشه يي موادو او نړيوالو جنايي جرمنو پر ضد د مبارزې ادارې د معلوماتو له مخي له افغانستان او پاکستان څخه په قاچاقي توګه د خلکو د ليږدولو له درکه په کال کي يو مليارد ډالره د انساني قاچاق د صنعت چلونکو جيبونو ته لويږي.

ډيری هغه کسان چي په قاچاقي توګه بهرنيو هيوادونو ته مخه کوي سخت لالهاند او له خطرونو سره مل سفرونه په مخکي لري، د هغوی ډير لږ کسانو ته سياسي پناه ورکوله کيږي، ځکه پرمختللي او صنعتي هيوادونه دغه افغانان سياسي نه، بلکي اقتصادي پناه غوښتونکي بولي.

آژانسونه/ عبدالباري حکيم
کتونکی: نجيب الله زيارمل