ملگرو ملتونو د پنجشنبې ورځي بریدونه وغندل
۱۳۹۳ آذر ۲۱, جمعهدغه خبرداری په داسې یوه وخت کې ورکول کیږي، چې په تیرو اوونیو کې په پلازمینه کابل کې یو شمیر خونړي بریدونه تر سره شول، کوم چې د نړیوالو جنگي ځواکونو له وتلو سره د افغانستان له بې ثباته امنیتي وضعیت څخه ویندوي کوي.
د پنجشنبې په ورځ دوهم ځانمرگی برید په استقلال لیسه کې ترسره شو، چې په پایله کې یې یو بهرنی ووژل شو او نور څو تنه یې ټپیان کړل. تر دې دمخه د ملي اردو د پرسونل پر سرویس موټر ځانمرگي برید د شپږو سرتیرو ژوند اخیستې وو.
د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر لورنت فابیوس، په کابل کې د استقلال په لیسه کې ځانمرگي برید د یو «وحشیانه» عمل په توگه غندلی دی.
د ملگرو ملتونو د امنیت شوری د رایو په اتفاق سره یوه بیانیه خپره کړې ده چې د دغه برید د غندلو سربیره یې «د طالبانو، القاعدې او نورو ترهگرو او افراطي وسله والو ډلو له لوري د رامنځ ته کیدونکي گواښ په هکله ژوره انديښنه ښوولې ده.»
د پنجشنبې د ورځې برید د استقلال لیسې د کنفرانسونو په تالار کې د یوه تیاتر پر مهال تر سره شو، چې پخپله د ځانمرگي بریدونو د غندلو له پاره جوړ شوی وو. په استقلال لیسه کې د فرانسې کلتوري مرکز هم موقعیت لري.
د پنجشنبې په ورځ په کابل کې د تر سره شویو دواړو بریدونو مسوولیت د طالبانو ویاند پر غاړه اخیستی دی.
دغه کلتوري مرکز په ۱۹۷۰ کې پرانیستل شوی دی، او په افغانستان کې د سختو جگړو له کبله د ۱۹۸۳م کال څخه تر ۲۰۰۲م کاله په موده کې تړلې پاتې شو او په ۲۰۰۳م کال کې یو ځل بیا پرانیستل شو.
د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند هم دغه برید د «خورا بدغوني ظلم» په توگه غندلی دی او دا یې پر «کلتور او خلاقیت» باندې یو برید بللی دی.
د فرانسې خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې دغو بریدونو هغه ادعاوې تر پوښتنې لاندې راوستي دي چې د ناټو د ۱۳ کلنۍ جگړې د ختمیدو پر مهال وسله وال مخالفین کمزوري کړای شوي دي. دغه خبري آژانس زیاتوي چې د تاوتریخوالي وروستۍ څپې داسې اندیښنې هم رامنځ ته کړي دي چې د امریکا په مشرۍ د پوځي حضور کمیدل ښایي افغانستان یو ځل بیا د تاوتریخوالي له څپو سره مخامخ کړي.
په افغانستان کې د ناټو ځواکونو جنگي ماموریت د روان میلادي کال د دسمبر میاشتې پر ۳۱مه نېټه پای ته رسیږي او تر هغې وروسته به د دغه ماموریت ځای نوی روزنیز ماموریت ونیسي چې موخه یې د افغان ځواکونو روزنه او هغوی ته سلا مشورې ورکول دی. په دغه ماموریت کې به شا او خوا ۱۲۵۰۰ بهرني سرتیري گډون ولري.