1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ملگرو ملتونو په مالي کي خپل پوځي ماموريت تصويب کړ

۱۳۹۱ دی ۱, جمعه
https://p.dw.com/p/177SF

د ملګروملتو د امنيت شورا د لوېديځي افریقا په هيواد مالي کښي یو نظامي ماموريت د رایو په اتفاق سره تصویب کړ. دغه ماموريت چي د (افیسما) په نامه یادیږي، د افریقا تر رهبرۍ لاندي به اول د یوه کال له پاره وي. په هغه کښي د لویدیزي افریقا د اقتصادي اتحادیې د هيوادو ایکوواس نظامي مداخله په نظر کښي نیول سوې ده، چي د مالي په شمال کښي به یې د اسلامي یاغیانو پر ضد پر مخ بیايي. د امنيت شورادغه ۲۰۸۵ لمبر پریکړه لیک همدارنګه د بماکو له مؤقتي حکومت څخه دا غواړي چي سیاسي خبرو اترو ته لار هواره کړي، تر څو د اساسي قانون مطابق بیرته پوره نظم رامنځته سي. د هغه په خاطر باید د ۲۰۱۳کال د اپریل دمخه پارلماني او جمهوري رياست انتخابات تر سره سي. د ملګروملتو د امنيت شوراد پریکړه لیک دغه مسوده د فرانسې له خوا جوړه او د امريکاد متحده ايالاتو، انګلستان، مراکش او ټوګو له خوا حمایه سول. په مالي کښي تر یوې نظامي کودتأ وروسته، اسلامي یاغیانو د دغه هيواد شمال تر خپل کنټرول لاندي راوستی.