ملکي کارو ته بايد دلومړيتوب حق ورکول سي
۱۳۸۸ دی ۱۷, پنجشنبهپه هغه رپوټ کښي چه بان پرون چارشنبې د افغانستان د حالاتو په باب د امنيت شورا ته ورکی ، دې ته اشاره سوې ده ، چه ياغيانو دځان وژونکو بريدونو ، موټر بمونو او نورو حملو په نتيجه کي د آيساف تر قواوو درې چنه ملکي خلګ وژلي دی .
ده اضافه کړه ، چه دغه غيرډاډمن حالت هلته د پرمختکګ او اقتصادي ودي په لار کښي لوی خنډ دی .
د بله طرفه په افغانستان کښي د ملگرو ملتو خاص نماينده، کای ايده د امنيت د شورا څخه د افغانستان په باب د يوې نوي ستراتيژۍ غوښته کړېده، په کومه کي چه بايد د ملکي کارو او نظامي برخي تر منځ تعادل رامنځته سي .
په دې سره به د ښوونځيو، روغتونونو او نورو ټولنيزه ودانيو د پاره په مليونو ډالر لگول کيږي . نارويژي ديپلومات ويلي دي، چې په افغانستان کې ملکي کارو ته پام تر هر څه ښه پانگه اچونه ده .
کای ايده د نړيوالو ځواکونو څخه غوښتي دي، چه په خپلو پوځي عمليانو کښي دډيراحتياط څخه کار واخلي ، تر څو ملکي کسانو ته پکښي ډير تاوان ونه رسيږي .
آژانسونه/
کتونکی : محمد قاسم نوري