ملا نذير او ۱۲تنه نور وژل سوي دي
۱۳۹۱ دی ۱۴, پنجشنبهاعلان
د پاکستان په شمال لوېديځ کي د امريکايي بې پيلوټه الوتکي په دوو جلا جلا هوايي بريدونو کي یو د يوه مهم قومندان په گډون ۱۳ تنه وژل سوي دي. پاکستاني امنیتي چارواکو د پنجشنبې په ورځ خبر ورکړ، چي په دغه برید کي ملا نذیر او د هغه پنځه تنه انډيوالان د افغانستان سره په سرحدي قبایلي سیمه کي وژل سوي دي. د رپوټ پراساس د جنوبي وزیرستان د سرکنده په کلي کښي د یاغیانو پر موټر باندي دوه راکټونه لګیدلي دي. ملا نذیر په تیرو کلونو کي جنگيالي په افغانستان کي د امريکايي او ناټو ځواکونو پر ضد جنګ ته لېږل. د پاکستاني امنیتي قواوو په حواله په شمالي وزیرستان کي د امريکايي بې پيلوټه الوتکي په یوه بله حمله کي هم ۹ تنه د پنجشنبې په سهار وژل سوي دي. دغي ازادي قبایلي سیمي ته د القاعدې، طالبانو او نورو وسله والو ډلو د پټيدو د ځای په سترګه کتل کیږي.