مقدونيا د مهاجرو پر مخ له يونان سره سرحد وتاړه
۱۳۹۴ بهمن ۱, پنجشنبهد مقدونيا د پوليسو يو لوی چارواکي د چهارشنبې په ورځ (۲۰۱۶م کال د جنورۍ ۲۰مه) فرانسې خبري آژانس ته ويلي دي چي له يونان سره سرحد ئې د موقت وخت له پاره د سلوانيا په غوښتنه تړلی دئ.
دغه پوليس ويلي دي چي سرحد ئې له تيري شپې راهيسي تړلی دئ او اوس هلته د افغانستان، عراق او سوريې شاوخوا ۶۰۰ مهاجر په سرحد کي ناست دي.
مقدونيا هم لکه سلوانيا د بالکان هيوادونو پر لاري پراته دي چي مهاجر د ژمي د يخي هوا سره سره بيا هم له دغو هيوادونو تيريږي او غواړي چي ځانونه آلمان ته ورسوي.
اتريش د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چي د حکومت د پلانونو له مخې په پام کې ده چې په ۲۰۱۶م کال کې د پناه غوښتونکو شمیر ۳۷۵۰۰ تنو ته راکښته کړي. دا په داسې حال کې ده چې په تیر کال کې دغه شمیر ۹۰ زره تنه وو.
بله خوا بيا د سربستان د مهاجرو چارو وزير الکساندر فيولن د چهار شنبې په ورځ روښانه کړه چي «مهاجر له دغه هیواده يوازي په هغه صورت کي تېرېدلای سي چي وغواړي په آلمان يا اتريش کي د پناه غوښتنه وکړي.» له ټولو مهاجرو څخه به پوښتنه کيږي چي دوی غواړي آلمان يا اتريش ته ولاړ سي.
په آلمان کي هم له څو ورځو راهيسي د مهاجرو راتگ ته د يوه حد ټاکلو په اړه تاوده بحثونه روان دي.